د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ پلاوي نن په اسلاماباد کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له مرستیال او په کورنیو چارو کې د دغه هېواد د دولت له وزیر سره لیدلي او د سوداګرۍ ترڅنګ یې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې کړې دي.
ایراني چارواکو ۱۹۹ افغان بندیان چې په دغه هېواد کې د بېلابېلو جرمونو له امله زنداني شوي وو، تېر ماښام د نیمروز ولایت ورېښمو پله کې د اسلامي امارت مسوولینو ته وسپارل.
حماس په غزه کې د اسرائیلو له لوري د لنډمهال اوربند وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې دوی په غزه کې دایمي اوربند، بشپړه بیارغونه او د ټولو بندیانو تبادله غواړي.
د راپورونو له مخې، امریکا د یمن د راس عیسی پر نفتي بندر هوایي بریدونه کړي چې شاوخوا ۳۸ کسان پهکې وژل شوي او ۱۰۲ نور ټپیان دي.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې هم نیپال لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د راپورونو له مخې، چین، جاپان او جنوبي کوریا هوکړه کړې چې د امریکا سوداګریزو تعرفو ته به په ګډه ځواب وايي.
د لغمان ولایتي مسوولین وایي، تېر یوه کال کې په مرکز او ولسوالیو کې د قومي مشرانو او دیني علماوو په منځکړيتوب د دښمنۍ ۱۶۳ نوې او د لسګونو کلونو پخوانۍ قضیې حل او فصل شوې دي.
په غور کې د سبزار په نوم یوه دردمنه مور چې د بېوزلۍ له امله یې خپله ۱۱ کلنه لور د پنځه سوه زره افغانیو پور په بدل کې کوژدې ته مجبوره کړې وايي، دغه کار یې د نورو اولادونو د ژوندي پاتې کېدو په موخه کړی دی.
د راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیټي سوداګري له ۶۶ سلنې کموالي سره مخ شوې ده.
د کابل ښار په دوو دولتي روغتونونو کې پر ژېړي اخته د بستري ناروغانو پایوازان په داسې حال کې دغو ناروغانو ته د نامناسبو خوړو له ورکول کېدو شکایت کوي چې د عامې روغتیا وزارت وايي، د بستري ناروغانو لپاره د خوړو د یوې مېنو پر چمتو کولو کار روان دی.
د راپورونو له مخې، پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو او له دغه هېواده د هغوی د ایستلو لړۍ د کوچني اختر رخصتیو له امله تر لسو نورو ورځو ځنډول شوې ده.
کونړ کې فرضي کرښې ته د څېرمه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې دغو ولسوالیو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او زیاتوي چې له هر ډول پرمختیایي چارو بېبرخې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.