Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حماس په غزه کې د لنډمهال اوربند وړاندیز رد کړی او دایمي اوربند ته یې چمتووالی ښودلی

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۴): حماس په غزه کې د اسرائیلو له لوري د لنډ‌مهال اوربند وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې دوی په غزه کې دایمي اوربند، بشپړه بیارغونه او د ټولو بندیانو تبادله غواړي.

رویټرز پرون په یوه راپور کې ویلي، حماس د اسرائیل له خوا د لنډمهال اوربند وړانديز رد کړی دی.

سرچینې لیکلي، د حماس د مرکچي پلاوي مشر خلیل‌الحیا ویلي، اسرائیل په دغه ډول لنډمهال اوربند سره په غزه کې جګړې او د ویجاړیو دوام ته لاره هواروي او په خبره یې، دوی به یې ورسره ونه مني.

هغه زیاته کړې، حماس چمتو دی چې سمدستي په «جامع پیکج مذاکراتو» کې برخه واخلي څو د غزې د جګړې د پای ته رسېدو، د اسرائیل له خوا د بندیانو د خوشي کېدو او د غزې د بیارغونې په بدل کې ټول پاتې یرغمل شوي کسان خوشي کړي.

سرچینې زیاته کړې، اسرائیل په غزه کې د ۴۵ ورځني اوربند وړاندیز کړی و څو د یرغمل شوو کسانو خوشي کېدو ته اجازه ورکړل شي او په احتمالي توګه د جګړې د پای ته رسولو لپاره غیرمستقیمې خبرې پیل شي خو حماس دغه وړاندیز رد کړي دی.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل په جنوري کې د قطر او مصر په منځګړیتوب له حماس سره پر اوربند هوکړه وکړه خو د شاوخوا دوو میاشتو له تېرېدو وروسته یې له تېرو درېیو اونیو راهیسې یو ځل بیا په غزه کې بریدونه پیل کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.