کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ پلاوي نن په اسلاماباد کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له مرستیال او په کورنیو چارو کې د دغه هېواد د دولت له وزیر سره لیدلي او د سوداګرۍ ترڅنګ یې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې کړې دي.
په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت پر فېسبوکپاڼه لیکل شوي چې د اسلاميامارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي نن د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له مرستیال محمدخرم اغا او په کورنیو چارو کې د دغه هېواد د دولت له وزیر طلال چوهدري سره کتلي دي.
سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې د سوداګرۍ، ترانزیټ او افغان ګډوالو په اړه خبرې شوې دي.
سفارت د سواګرۍ وزارت د سرپرست له قوله لیکلي چې اسلامي امارت غواړي له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدنه په باعزته توګه ترسره شي.
په دې لیدنه کې د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال شیخ کلیمالرحمن فاني هم په خپلو خبرو کې د کډوالو پر باعزته ستنېدنه د ټینګار ترڅنګ ویلي، په دې اړه باید د دواړو هېوادونو او نړۍوالو ادارو ترمنځ د لوړې کچې یوه ګډه کمېټه جوړه شي څو د کډوالو ستونزو ته په ګډه رسېدنه وشي.
ورته مهال، پاکستاني لوري ویلي چې افغان کډوال لا هم د دوی مېلمانه دي او هڅه کېږي چې د مېلمنو په څېر بېرته ستانه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP