کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۴): ایراني چارواکو ۱۹۹ افغان بندیان چې په دغه هېواد کې د بېلابېلو جرمونو له امله زنداني شوي وو، تېر ماښام د نیمروز ولایت ورېښمو پله کې د اسلامي امارت مسوولینو ته وسپارل.
د نیمروز ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ایراني چارواکو تېر ماښام د دغه ولایت د ورېښمو پله دروازه کې ۱۹۹ افغان بندیان چې په یاد هېواد کې د بېلابېلو جرمونو له امله زنداني شوي وو، د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل.
خبرپاڼه کې د اسلامي امارت د زندانونو چارو د سمون ادارې د رییس محمدیوسف مستري له قوله لیکل شوي، یاد شمېر بندیان د هغو ۴۸۴ افغان بندیانو له ډلې دي چې دوی یې په اړه مخکې له ایراني لوري سره خبرې کړې وې.
هغه ویلي، تېره میاشت هم له دې ډلې ۲۱۱ کسان ورته سپارل شوي وو.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، د ایران له خوا ورسپارل شوي افغان بندیان به خپلو ولایتونو ته انتقال او د حبس پاتې موده به په ولایتي زندانونو کې تېره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، افغان لوري هم د ښه نیت لهمخې دوه ایراني بندیان د یاد هېواد چارواکو ته وسپارل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP