د افغانستان د «اشیهاراکاراته» فدراسیون پخواني ملي لوبغاړي قهرمان شاهین د مویټای په سیالیو کې خپل ټایلنډي سیال ته ماتې ورکړه.
د بېړنیو خدمتونو د وړاندې کولو نړیوال صندوق «ګلوبل فنډ» وایي، په افغانستان کې یې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره څلور میلیون او اووه لکه ډالره مرسته تصویب کړې ده.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې په کابل ښار کې د والیبال غورهلیګ درېیم پړاو په پيل شوو سیالیو کې امالبلاد او بست لوبډلو پایلوبې ته لار ومونده.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې سیالیو په موخه دغه هېواد ته رسېدلې ده.
د فاریاب د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت په قیصار او ګرزیوان ولسوالیو کې د څښاک اوبو څلور شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دایکنډي د فوټبال فدراسیون وايي، د دغه ولایت د دولتی ادارو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د «ژمني جام» په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
په چین کې د افغانستان سفیر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانکې له مرستیال سره په لیدنه کې کابل کې د سیمهییز تماس ډلې هېوادونو د لومړنۍ کېدونکې غونډې په اړه خبرې کړي.
د سمنګان ولایت امنیتي مسوولین وايي چې تېره شپه د دغه ولایت د ایبک ښار په مربوطاتو کې د یوې کورنۍ درې غړي په ډزو وژل شوي دي.
د کابل – جلالاباد پر لویه لار د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د سمنګان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
فراه کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې ۳۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه راګرځولې او په تړاو یې څلور کسان هم نیول شوي دي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې «نی» مشر وایي چې په هېواد کې یې په موقت توګه خپل فعالیتونه ودرول.