په ټول هېواد کې ۱۴۰۳ښوونيز کال په داسې حال کې پیل شو، چې د نجونو پر مخ د ثانوي او لوړو زده کړو دروازې اوس هم بندې دي.
افغانستان لپاره د ایټالیا ځانګړی استازی اوددغه هېواد شارزدافیره وایي، غواړي په کابل کې د خپل سفرت فعالیتنه پراخه کړي.
د رییس الوزراء په مشرۍ د کابینې په غونډه کې اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، څو د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یوه طرحه جوړه کړي.
افغانستان د کرکټ په درېیمه شل اووریزه نړۍواله لوبه کې هم ایرلېنډ ته په سترې ماتې ورکولو سره د درېیو لوبو لړۍ دوه پر یوه وګټله.
د میدانوردګو ولايت د کرنې، اوبو لګولو، چاپېریال ساتنې او ښاروالۍ ریاستونو له لوري په دغه ولايت کې «د وچکلۍ له منځه وړلو» تر نوم لاندې د نيالګيو کېنولو کمپاين پيل شو.
د ننګرهار ولايت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې د ۷۰۳ میلیون افغانیو په لګښت ۵۲۱ بېلابېلې پروژې بشپړې شوې دي.
د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په سنګین، باغران او خانشین ولسوالیو کې سلګونه کیلوګرامه نشهیي توکي کشف او له منځه یووړل شول.
د هلمند ځایي مسوولین خبر ورکوي چې دوه تنه ګرشک ولسوالۍ کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي او ژوند یې له لاسه ورکړي .
افغانستان د کرکټ په دویمه شل اووریزه نړۍواله لوبه کې ایرلېنډ ته ماتې ورکړه او دا لوبلړۍ یو – یو مساوي شوه.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د چین له سفیر سره په لیدنه کې غوښتنه وکړه چې د شانګهای همکاريو سازمان په راتلونکو ناستو کې اسلامي امارت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي .
ځایي مسوولین وایي چې د بادغیس په درهبوم ولسوالۍ کې د چت لوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ځایي مسوولین وایي چې امنیتي ځواکونو ننګرهار کې یوه درې کلنه ماشومه له تښتوونکو ژغورلې ده.