ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په دویمه شل اووریزه نړۍواله لوبه کې ایرلېنډ ته ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ په دویمه شل اووریزه نړۍواله لوبه کې ایرلېنډ ته ماتې ورکړه

author avatar
18 Mar 2024 - 01:08
افغانستان د کرکټ په دویمه شل اووریزه نړۍواله لوبه کې ایرلېنډ ته ماتې ورکړه
author avatar
18 Mar 2024 - 01:08

اټلانټا (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۲): افغانستان د کرکټ په دویمه شل اووریزه نړۍواله لوبه کې ایرلېنډ ته ماتې ورکړه او دا لوبلړۍ یو – یو مساوي شوه.

دا لوبه چې نن (د کب ۲۷مه، یکشنبه) د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د تېر په څېر د افغانستان د پیل لوبغاړي یو ځل بیا ژر ژر وسوځېدل او یوازې په ۱۴ منډو د افغانستان څلور پیاوړي لوبغاړي ګربز، ابراهیم، عظمت او اعجاز احمد وسوځېدل، خو وروسته محمدنبي او صدیق اتل ښکلې لوبه وکړه او منډې یې تر ۱۰۰ پورې ورسولې.

په وروستیو شېبو کې لوبډلمشر راشد خان ۲۵ تېزې منډې وکړې، دغه راز افغانستان وکولی شو چې په ټاکل شوو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۵۲ منډې جوړې کړي او ایرلېنډ ته یې د ۱۵۳ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري محمدنبي ۵۹، صدیق اتل ۳۹ او راشد خان ۲۵ د پام وړ منډې جوړې کړې.

د ایرلېنډ لوبډلې بیا پیل ښه وکړ، خو د راشد خان او ننګیالي خروټي بالینګ ته راتګ سره سم یې د لوبغاړو سوځېدل پیل شول او لوبډلې یې په ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۴۲ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري راشد خان څلور او خروټي دوه لوبغاړي وسوځول، یو لوبغاړی نبي او بل فاروقي وسوځاوه.

راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

له دې بریا سره د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ د لوبو دا لړۍ یو په یو مساوي شوه او یوه وروستۍ لوبه پاتې ده.

Visits: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.