Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د ملګرو ملتونو په همکارۍ د بیارغونې د ۵۲۱ پروژو چارې بشپړې شوې

[restrict paid="true"]

جلال‌اباد (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې د ۷۰۳ میلیون افغانیو په لګښت ۵۲۱ بېلابېلې پروژې بشپړې شوې دي.

له یادو پروژو څخه یې یو شمېر د کب په ۲۸مه، په مومند درې ولسوالۍ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې رييس مولوي قسمت‌الله مبارز وویل، دغه ریاست په ټولو ولسوالیو کې متوازن انکشاف له مخې کار او فعالیت کوي چې څلور میاشتې وړاندې يې پچیراګام، کوټ، مومندرې او روداتو ولسوالیو د خلکو په خوښه په ۵۲۱ بېلابېلو پروژو باندې کار پيل کړ.

دی وايي، په یادو پروژو کې ۹۰ کیلومتره نوي سړکونه، ۳۵ کیلومتره استنادي دېوالونه، ۱۰۶۷ پلچکونه، ۱۵ برېښناکوټونه او ۵۵ د اوبو واړه ډیمونه جوړ شوي او دغه راز د ۱۵۵ کیلومتره سړکونو ترمیم او جغل اندازي، د ۱۱ کیلومتره سړکونو کانکرېټ، ۶۲۷ کیلومترو ویالو او کانالونو پاک کاري، ۱۱ کیلومترو کانالونو کانکرېټ رېزي هم شوې ده.

د مولوي مبارز په وينا، دغو پروژو کې ۳۲زره کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شوې وه.

دی زیاتوي، يادو پروژو باندې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې ۷۰۳ میلیون افغانۍ لګښت شوی او د ډاکار موسسې په تخنیکي همکارۍ سرته رسېدلې دي.

ورته مهال د اقتصاد رییس مولوي عطاءالرحمن فاتح د یادو پروژو د ګټې اخیستنې په پار خلکو ته مبارکي ورکړه، ویې ویل، د اقتصاد ریاست هم راتلونکي کال کې لپاره پلان لري په ټولو ولسوالیو کې د تېر کال په پرتله د بیارغونې دوه برابره ډېرې پروژې پلې کړي.

په پروګرام کې د اړوندو ولسوالیو قومي مشرانو هم د یادو پروژو په تطبیق خوښي ښکاره کړه او د حفظ او مراقبت ژمنه یې وکړه.

د مومندرې ولسوالۍ قومي مشر اول‌داد خان مومند وويل، د دغو پروژو بشپړېدو سره خلکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.