د عامې روغتیا وزارت په ۱۶ ولایتونو کې د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین د درې ورځني فرعي کمپاین د پیل خبر ورکوي چې په ترڅ کې به یې ۶،۳ میلیون ماشومان واکسین شي.
سیمهییز مسوولین وایي چې په کاپیسا کې له ۱۱۹۵ کورنیو سره د خوراکي توکو او بغلان کې له ۸۰ کارګرو ماشومانو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یې د غلا او قتل په تور درې کسان نیولي دي.
سیمهییز مسوولین وايي چې په هلمند ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰۰ معلولینو او غزني ولایت کې ۲۰۰ معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول.
د هېواد د المپیک کمېټې، د بدنې روزنې او ورزشي عمومي ریاست وايي چې د کابل ځوانانو لوبډلې د سوکوهنې غوراوي سیالۍ وروسته له نهو ورځو د ۲۶ غوره ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې.
د کډوالو چارو وزارت خبر ورکړی چې پاکستاني پولیسو په کوېټه کې د یو شمېر افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهلې او د دغه کار د غندلو ترڅنګ یې له نړۍوالو بنسټونو غوښتي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د باعزته راستنېدو برخه کې همکاریو ته دوام ورکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رییس وایي، سږ کال یې د برېښنا د پلور له درکه څه باندې ۳۱.۵ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي، ۲۲۷ میلیون امریکایي ډالره یې برېښنا پېرلو له درکه ګاونډيو هېوادونو ته ورکړي او اوسمهال دغه شرکت د هیچا پوروړی نه دی.
د کابل ښار دوېمې ناحیې اړوند نادر پشتون واټ سیمه کې، د نږدې ۳۴ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د نوي خیرخواه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د رياستالوزراء د دفتر عمومي رییس کابل کې د چین له سفیر سره په ليدنه کې هیله څرګند کړې چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې خپلې هڅې ونه سپموي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له یوې موسسې سره د څه باندې ۲۶۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست کابل کې د ناروې له سفیر سره په لیدنه کې له نړۍوالو سره پر مثبت تعامل ولاړو اړیکو هرکلی کړی او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتې چې له افغانانو سره په اقتصادي وده او پراختیايي چارو کې همکاري وکړي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه یې د لویو لارو مسافروړونکو موټرو لپاره اعظمي سرعت ۱۰۵ کیلومتره پر ساعت ټاکل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP