د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر نړۍوالو سازمانونو او د سیمې پر موثرو اسلامي هېوادونو غږ کړی چې د غزې ولس په تړاو خپل مسوولیتونه ادا کړي.
د پوهنې وزارت وايي چې د لوګر په مرکز پلعلم ښار کې د شلوک او ملک شېراحمد کوچي ښوونځیو د بیارغونې چارې د څه باندې ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د ۷۷ کيلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق په تړاو پنځه کسان نیولي دي.
د میدانوردګو ځايي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې فعالیت پیل کړ.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې په هېواد کې د هر ډول نشهیې توکو پر کښت، تولید او قاچاق بندیز لګېدلی او اسلامي امارت یې د بشپړ مخنیوي برخه کې جدي دی.
بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د تېلو یوه پلورنځي کې د اورلګېدنې له امله مالي زیان اوښتی دی.
کونړ کې له «المدینه طبي علومو انسټیټیوټ» څخه د ۳۳۷ نجونو په ګډون شاوخوا ۷۵۰ کسانو د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد نن د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته روان شو.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، ناپېژانده وسلهوالو د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې پر دوو ډاکټرانو چې وروڼه دي، ډزې کړې، یو وژل شوی او یو بل ټپي دی.
په لوګر او غزني ولایتونو کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د درېیو چکډیمونو جوړولو چارې پيل او یو بل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
پکتیا کې د کتابونو څلور ورځنی نندارتون پرانیستل شو.