د کوچني اختر په رارسېدو سره د فاریاب د مرکز میمنې ښار ځیني اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د امنیت ټینګښت ترڅنګ د توکو بیې هم ټیټې شوې او سږنی اختر به په خوښي ولمانځي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي چې په سیمه او نړۍ کې ځینو کړیو په افغانستان کې د داعش لپاره په تبلیغاتو لاس پورې کړی او په وینا یې، هيڅوک باید د دې ډلې قوي ښودلو او پياوړتیا لپاره لابي ونه کړي.
بامیان کې د یوناما ساحوي دفتر مسوولین وایي چې اطلاعاتو ته لاسرسی یو له مهمو بشري حقونو دی چې د وخت په تېرېدو سره دغه ولایت کې د ښه کېدو په حال کې دی.
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو شمېر هټیوالیو د ښاروالۍ پر وړاندې اعتراضي لاریون کړی چې په تاوتریخوالي اوښتی او له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د نیمروز ځایي مسوولین وایي چې د ورېښمو پل دروازه په ایران کې د «سیزدهبدر» عمومي رخصي له امله د یوې ورځې لپاره وتړل شوه.
کابینې د کورنیو چارو وزارت له لوري د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تایید کړه او اړوندو ارګانونو ته یې دنده سپارلې څو یې پلې کړي.
د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستیال وایي، هېواد یې غواړي چې د ریلي تعرفو په ۵۰ سلنه کمښت سره د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې انتقالات ډېر کړي او ترانزیټي بهیر ته وده ورکړي.
بدخشان کې ځيني غالۍاوبدونکې وایي چې د بنسټونو له خوا د نه ملاتړ ترڅنګ په دغه ولایت کې د تخنیکي امکاناتو، غالۍ مینځلو او بیاتي کولو ماشینونو نشتوالي له امله مجبور دي چې خپلې اوبدلې غالۍ کابل ته لېږي چې دغه کار ډېر لګښت غواړي.
د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په دوربابا او هسکه مېنه ولسوالیو کې یې له ۲۴۰۹ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، هرات کې یې ۵۰۰ قلمه تاريخي اثار کشف او ترلاسه کړي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې د افغان ښځو د ځان بسیاینې لپاره یې په ټول افغانستان کې د خیاطۍ زدهکړې پروګرامونه پیل کړي دي.
هرات کې یو شمېر حبوباتپلورونکي د دغه ولایت ګمرک له لارې د حبوباتو پر واردېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې دغه کار پر کورنیو محصولاتو منفي اغېز کړی او باید ګمرکي تعرفه پرې لوړه شي.