د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت یوه پلاوي بلخ ولایت د سفر پر مهال ویلي، خلک له وېرې پرته د اسلامي امارت له مسوولینو شکایت کولای شي او شکایتونو ته به يې رسېدنه کېږي.
لوګر کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د «ژمني جام» په نوم د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
مزارشریف کې د ایران قونسلګري وايي، د ایران هوایي شرکت «یزد ایر» د تهران او مزارشریف ترمنځ خپلې الوتنې پيل کړې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا په کندهار کې د احمدشاه بابا د مور زرغونې انا د مقبرې د بیارغونې چارې پيل شوې.
په پنجشېر، سمنګان او نیمروز ولایتونو کې له څه باندې ۶۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدو پيسو او چرګانو ساتنې د وسایلو مرسته وشوه.
هند له افغان کرونګرو سره د ملخانو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۰ زره لېټره د ملاتیون کیمیاوي درملو مرسته وکړه.
د هلمند امنیتي مسوولین وايي، تېرو دوو ورځو کې یې د دغه ولايت د مرکز په ګډون څلورو ولسوالیو کې ۱۳ کسان د غلا په تور نیولي دی.
د ننګرهار ولايت د کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسوولين وايي، پچيراګام ولسوالۍ کې يې د خوړو نړۍوال سازمان په مالي مرسته ۷۴۰ کسانو ته د لنډمهاله کار زمينه برابره کړې ده.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي، د دغه ولایت په احمدخيلو ولسوالۍ کې یې شاوخوا ۲۰۰ کيلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره وايي چې ۳۱۹ افغان کډوال یې له پاکستانه دغه هېواد ته لېږدولي دي.
سمنګان کې د حلبيسازۍ صنعت یو له پخوانیو صنعتونو دی چې د خلکو د ژوند طریقه کې د بدلون له امله د هېرېدو په حال کې دی، خو حلبيسازان وایي چې د دغه صنعت د ژوندي ساتلو لپاره هڅه کوي.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي، لوګر کې د نږدې ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د اووه چکډیمونو جوړولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.