ننګرهار ولايت کې چارواکي وايي چې د تورخم دروازه د درېیمې ورځې لپاره هم د ترانزیټ او ناروغانو پر مخ تړلې ده او دواړو خواوو ته ګڼ شمېر باروړونکي موټر او ناروغان د تګ راتګ انتظار کوي.
سیمهییز مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري په اروزګان او ننګرهار کې له څه باندې ۳۲۰۰ کورنیو سره مرسته شوه.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، له دغه ولایته سږ کال په کمه اندازه انار صادر شوي دي.
د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د «سرخاب» اوبو بند رغولو چارې پیل شوې.
د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویلي چې اسلامي امارت د مرستو له لارې د پیسو ترلاسه کولو لپاره جعلي موسسې جوړې کړې، خو اسلامي امارت دغه ادعا رد کړې او ځینو امریکایي چارواکو هم ویلي چې له نقدي مرستو په جدیت سره څارنه کېږي.
په بلخ کې د ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکلو په تړاو د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د شفري نسخو مخنیوي په موخه یې جدي اقدامات پيل کړي دي.
د غور – کابل لویه لار او له مرکز فېروزکوه سره د غور د شپږو لودیځو ولسوالیو نښلوونکې لارې تېره شپه د واورې اورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
په دې وروستیو کې پکتیا ته له پاکستانه ۱۲۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې چې له دې ډلې ۷۰۰ کورنۍ خپلې سرپناوې نه لري او په دغه برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د ننګرهار پوهنې ریاست وايي، د دغه ولايت د حصارک ولسوالۍ د پوهنې امر کور ته ناپېژانده کسانو لاسيبم غورځولی چې له امله يې د هغه څلور کوچنۍ لوڼې وژل شوې دي.
کابل کې د ایران سفیر د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره لیدنه کې ويلي، هېواد یې د ا.ا له مخالفینو ملاتړ نه کوي او هڅه کوي چې افغانستان د سیمهییزې همکارۍ برخه وګرځي.
کابل ښار کې یوه خطاطه افغانستان کې د خطاطۍ هنر بېارزښته کېدو ته اندېښمنه ده او وايي، هنر ته په هېواد کې دومره ارزښت نه ورکول کېږي او باید ورته جدي پاملرنه وشي.
د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې دشت برچي سیمه کې په یو کاسټر موټر کې د پرونۍ چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.