Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بنګلهدېش د جامو تولیدوونکې او صادروونکې ټولني مشر د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د هېواد رخت تولیدوونکي شرکتونه یې لېوال دي څو د پنبې وارداتو برخه کې له افغان سوداګرو سره په مستقیم ډول تړونونه لاسلیک کړي.
د راپورونو پر بنسټ، زرګونو کارګرو او محصلینو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پالیسیو پر ضد د دغه هېواد په ښارونو او پوهنتونونو کې اعتراضونه وکړل.
برېټانیا، ترکیې، متحده عربي اماراتو او ایران هم د کابل ښار په یوه رستورانټ کې د وړمې ورځې چاودنه غندلې ده.
په کابل کې «له ولسونو سره د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او د ولس هوساینه» تر سرليک لاندې غونډه وشوه او ګډونوالو یې د خلکو پر یووالي ټینګار وکړ.
اسلامي امارت په جده کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د قطر د استازي د دریځ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په دې ډول غونډو کې باید د ا.ا استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي او غوښتنه یې کړې چې دغه هېواد دې د افغان کډوالو له نیولو او ځورولو ډډه وکړي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې په یوه سوداګریز مارکېټ کې د اورلېګدنې له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه او شاوخوا شل نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان د ازادو سیالیو ورزشکار ظفر محسن د المان په «اوکتاګون» سیالیو کې خپل سویدني سیال ته ماته ورکړه.
د غزني او پکتیا یو شمېر اوسېدونکي د دغو ولایتونو ترمنځ د غځېدلي عمومي سړک له خرابوالي شکایت کوي خو سیمهییز مسوولین وایي، په پام کې ده راتلونکی کال د دغه سړک د بیارغونې چارې پیل شي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د اوزبېکستان د ترانسپورټ وزارت ویلي چې دغه هېواد د افغان – ترانس اوسپنې پټلۍ پروژې اړوند مهمې تنظیمي ستونزې حل کړې دي او اوس مهال د دې پروژې د امکانسنجۍ مطالعې پر تدوین کار روان دی.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزیر، شیخ ندامحمد ندیم د علمي همکاریو د پراختیا او ټینګښت په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ عمان ته ولاړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP