Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو منځګړیتوب کوي، وایي چې د دواړو هېوادونو دویم پړاو مذاکرات «د ګډو هدفونو او اړوندو تخنیکي مسایلو په پېژندلو کې په ښه پرمختګ سره» پای ته ورسېدلي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې یې افغانستان ته د ستنو شوو ۵۰۰ زره کډوالو ملاتړ کړی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې له ايران سره د برېښنا د پېر قرارداد د راتلونکي ۱۴۰۵ لمريز کال لپاره نوی شو.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لويه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
شبرغان، غزني (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۴): ځایي مسوولین وايي چې په غزني او جوزجان ولایتونو کې د اوبو رسولو درېيو شبکو جوړولو چارې پیل شوې
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وایي، د وروستیو ورښتونو له امله په څلورو ولایتونو کې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ خبرې د عمان په پلازمېنه مسقط کې پیل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د هند په شمالختیځ کې د ډبرو سکرو په یوه کان چاودنه شوې چې له امله یې ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپيان شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یوه پلاوي په مشرۍ له امریکا سره د خبرو لپاره د عمان پلازمېنې مسقط ته تللی دی.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د مهمندرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایی، د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا لېږد مزي د نایبآباد – پلخمري ترمنځ، اړوند تاشقرغان تنګي سیمه کې د تخنیکي عارضې له امله پرچاو شوي دي.
د کابل ولایت مقام وایي، د اسلامي امارت مشرتابه د هدایت له مخې، د کابل والي په مشرۍ د بېړنیو حالاتو کمېټه رامنځته شوې او یاده کمېټه به د طبیعي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو بحراني حالاتو پر مهال د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP