Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په کابل او د افغانستان په ۱۱ نورو ولایتونو کې یې له ۱۲ روغتونونو سره د ناروغانو لپاره د اکسیجن اړوند وسایلو مرسته کړې ده.
د افغانستان د معیار او کیفیت اداره وایي چې ۲۵ ټنه غیرمعیاري بېټرۍ تر ارزونې وروسته، د فراه بندر له لارې بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.
د کندز امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په دشتارچي ولسوالۍ کې څلور تنه د درېیو کسانو د وژنې په تور نیول شوي دي.
د غزني د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست وایي چې په دغه ولایت کې یې په تېر یوه کال کې د ښځو اړوند نږدې ۴۰۰ قضیو ته رسېدنه کړې ده.
ځایي مسوولین وايي، اوس مهال په کندهار کې د چرګوړو (چوزې) د تولید په څو فابریکو کې هره میاشت نږدې دوه میلیونه چرګوړي تولیديږي چې د دغه ولایت د غوښې چرګانو فارمونو د ۷۰ سلنې اړتیا پوره کولو ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم ځي.
د حج او اوقافو وزارت وایي چې سږ کال به له هېواده ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ولاړ شي او د تېر کال په نسبت د هر تلونکي کس په لګښت کې نږدې ۱۶ زره افغانۍ کموالی راغلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، په بهرنیو چارو کې د دغه هېواد د سنا دایمي کمېټې ته ویلي چې افغانستان ته د چین – پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) غځولو او د پاکستان – چین – افغانستان درې اړخیز چوکاټ د بشپړ فعالولو لپاره چمتووالی روان دی.
تاجیکستاني چارواکو ویلي، «د نشهيي توکو درې قاچاقکوونکي» چې له افغانستانه د دغه هېواد خاورې ته د اوښتو په حال کې وو، د یوې نښتې پر مهال وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د ګمرک او کډوالۍ ادارې ځواکونو د عملیاتو غبرګون کې د دغه هېواد په مینهسوتا او ۴۶ نورو ایالتونو کې پراخ اعتراضونه شوي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې په راتلونکو درېیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو او د ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.
د کابل ساړه ژمي د بېسرپرستو ښځو ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی؛ له دغو ښځو یو شمېر یې وايي، د ژمي په دې سړو شپو ورځو کې د خپلو ماشومانو ژوندي پاتې کېدو لپاره خونې له تر ټولو په لومړنیو امکاناتو تودوي او له حکومت او مرستندویو بنسټونو غواړي چې مرستې ورسره وکړي.
د امریکا ولسمشر د ګرینلنډ په اړه د دریځ له امله پر اتو اروپايي هېوادونو د تعرفو لګولو ګواښ بېرته اخیستی او ویلي یې دي چې د دغه ټاپو د راتلونکي په اړه له ناټو سره یوې ابتدایي هوکړې ته رسېدلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP