د غزني کروندګر او بڼوال: د سړو خونو نشتوالي له امله مو هر کال کرنیز محصولات ضایع کېږي
د غزني کروندګر او بڼوال وايي، د سړو خونو د نشتوالي له امله یې هر کال ډېر کرنیز محصولات (سابه او مېوې) ضایع کېږي او درانه مالي زیانونه ور اوړي.
د غزني کروندګر او بڼوال وايي، د سړو خونو د نشتوالي له امله یې هر کال ډېر کرنیز محصولات (سابه او مېوې) ضایع کېږي او درانه مالي زیانونه ور اوړي.
د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ ځيني بزګر د حشرو له هجومه شکایت لري؛ په ورته وخت کې د دایکنډي د کرنې ریاست مسوولین په یاد ولایت کې د حشرو پر وړاندې د مبارزې د پیلېدو خبر ورکوي.
د نیمروز د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، په دغه ولایت کې له ۴۰ تر ۸۰ زره هکتاره ځمکه د له منځه تلو خطر سره مخ ده.
د فراه د کرنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې سږ کال پر ١٥٢٦٨ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوي او د حاصلاتو کچه يې هم ښه ده.
د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر نن د غبرګولي په ۱۴مه، فراه ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې د کرنیزو محصولاتو خونه پرانیستله.
د پروان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د بادرنګو حاصلات ۱۰ سلنه ډېر شوي دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د وچکالۍ او ځينو طبيعي افتونو له امله د غنمو په حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.
په سمنګان ولایت کې د کورنیو باغچو جوړولو په موخه، د کرنې نړیوال سازمان په مالي مرسته ۷۵۰ بېوزلو ښځو ته د سبزیو ۶ ډوله تخمونه او ۴ قلمه کرنیز وسایل ووېشل شول.
د لغمان کرنې ریاست وایي سږ د روميانو په حاصلاتو کې ډېر زیاتوالی راغلی.
د دایکنډي اوسېدونکي او کروندګر په دغه ولایت کې د سختې وچکالۍ له امله اندېښمن دي او له حکومته د خلکو وضعیت ته د رسېدنې غوښتنه کوي.
د کندوز د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د شفتالوو حاصلات ۱۵ سلنه ډېر شوي دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولايت کې يې د سويابينو د کښت او کرکيلې د ترويج لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.
د سرپل د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله، «اتیا سلنه» څاروي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
د زابل چارواکي او کروندګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۰زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې تر پخوا یې په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی.
د بغلان د کرنې رياست مسوولين وايي، سږ کال به د دغه ولايت د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله دوه نيم برابره ډېر شي.
د سرپل د کرنې ریاست د یاد ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د ملخانو له منځه وړلو د کمپاین پيلېدو خبر ورکوي.
د لوګر سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم او ټولو ولسوالیو کې د کار په بدل کې د غنمو وېش لړۍ پيل او له دې لارې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د بلخ د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت د تېر کال په نسبت د تازه مېوې حاصلات ٦٠ سلنه ډېر شوي؛ خو بڼوال بیا دې ته اندېښمن دي چې د حاصلاتو پلور ته یې بازار نشته.
انجه (هنګ) طبیعي بوټی دی چې د سپینو زرو په نامه هم یادېږي؛ په دې وروستیو کې په بادغیس ولایت کې د هغو کروندګرو شمېر ډېر شوی چې د دغه بوټي کرلو ته يې مخه کړې، هغوی په دې برخه کې له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.
د بادغیس ځينې کروندګر په دغه ولایت کې پر وروستیو اورښتونو خوښي څرګندوي او وایي، که څه هم د روان کال په پیل کې موسمي اورښتونه لږ وو؛ خو وروستیو بارانونو هغوې اړ کړل چې خپلې ځمکې له سره یووې کړي.
د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ کروندګر او بڼوال وايي، ځمکو او باغونو ته یې تلونکې اوبه د ځینو کسانو له خوا ګرځول شوې چې له امله یې د دوی کښتونه او باغونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.
د بغلان د نباتاتو د ساتنې چارو مسوولین وايي، سږ کال د بودیجې او نورو امکاناتو د نشتوالي له امله، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې کابو لس زره هکتاره کرنیزې ځمکې او مالچر، ملخانو ځپلي دي.