منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۴۸ راپورونه

راپورونه

د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي او د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي او د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه تایید شوه چې له مخې به یې د کبانو د تولید او روزنې…

کندهار کې هره میاشت نږدې دوه میلیونه چرګوړي تولیدېږي

ځایي مسوولین وايي، اوس مهال په کندهار کې د چرګوړو (چوزې) د تولید په څو فابریکو کې هره میاشت نږدې دوه میلیونه چرګوړي تولیديږي چې د دغه ولایت د غوښې چرګانو فارمونو د ۷۰ سلنې اړتیا پوره کولو ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم ځي.

افغانستان ته د چین – پاکستان اقتصادي دهلېز پراختیا لپاره د اسلام‌اباد چمتووالی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، په بهرنیو چارو کې د دغه هېواد د سنا دایمي کمېټې ته ویلي چې افغانستان ته د چین – پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) غځولو او د پاکستان – چین – افغانستان درې اړخیز چوکاټ د بشپړ فعالولو لپاره چمتووالی روان دی.

له افغانستان سره د لارو بندوالی؛ د خیبر پښتونخوا عوایدو کې ۵۳ سلنه کمښت راغلی

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې له اکټوبر میاشتې راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندېدو له امله د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت عواید ۵۳.۰۲ سلنه کم شوي دي. د پاکستان…

یوه ترکي کمپنۍ غواړي په افغانستان کې د برېښنا د تولید او ټوربینونو د ترمیم برخو کې پانګونه وکړي

د یوې ترکي کمپنۍ مشر د برېښنا شرکت له عمومي اجرائیوي رییس سره په لیدنه کې ویلي چې غواړي په افغانستان کې د برېښنا د تولید، ټوربینونو د ترمیم، د عصري او لوړ ظرفیت‌لرونکو ټوربینونو…

بنګله‌دېشي شرکتونو له افغانستانه د پنبې واردولو لپاره لېوالتیا څرګنده کړې ده

د بنګله‌دېش د جامو تولیدوونکې او صادروونکې ټولني مشر د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د هېواد رخت تولیدوونکي شرکتونه یې لېوال دي څو د پنبې وارداتو برخه کې له افغان سوداګرو سره په مستقیم ډول تړونونه لاسلیک کړي.

اوزبېکستان د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژه کې بل مهم پړاو ته رسېدلی

د راپورونو له مخې، د اوزبېکستان د ترانسپورټ وزارت ویلي چې دغه هېواد د افغان - ترانس اوسپنې پټلۍ پروژې اړوند مهمې تنظیمي ستونزې حل کړې دي او اوس مهال د دې پروژې د امکان‌سنجۍ مطالعې پر تدوین کار روان دی.

نور راپورونه