سوداګري او اقتصاد
راپورونه
د کانونو صادراتو کې د فساد مخنیوي لپاره تورخم کې کمپیوټري تله جوړه شوه
د ننګرهار ولايت د کانونو او پټروليم رياست له لوري د کانونو په صادراتو کې د فساد د مخنيوي په موخه، په تورخم ښارګوټي کې کمپيوټري تله جوړه شوه.
د خوست ښاروالۍ عوايد د تېرکال د لومړۍ ربعې په پرتله ٨٠ سلنه لوړ شوي
د خوست ښاروالۍ مسوولين وايي، د دغه رياست عوايد د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د تېر کال د لومړۍ ربعې په پرتله ۸۰ سلنه لوړ شوي دي.
افغان او پاکستاني لورو د سپین بولدک- چمن لارې د ستونزو د حل په موخه ناسته کړې
افغان او پاکستاني لورو د سپین بولدک- چمن لارې د تګ راتګ او سوداګرۍ په وړاندې د شته ستونزو د حل په موخه ګډه ناسته کړې او یو لړ پرېکړې یې کړې دي.
سیمهییز مسوولین: تخار کې د ډبرو سکرو بیه او استخراج دوه برابره لوړ شوي
د تخار سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو بیه او استخراج دوه برابره لوړ شوي او د ورځې تر ۱۰۰ ټنو استخراجېږي.
واشنګټنپوسټ: امریکا د افغانستان سرپرست حکومت له کنټرول پرته غواړي کنګل پیسې ازادې کړي
امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټنپوست خبر ورکړی چې د امریکا حکومت د افغانستان د کنګل شتمنۍ ازادولو پر یوې طرحې کار کوي، خو د افغانستان سرپرست حکومت به پرې کنټرول نه لري.
امریکا د افغانستان زلزله ځپلو سره د ۵۵ میلیونه ډالرو مرسته کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د زلزلې ځپلو افغانانو سره شاوخوا ۵۵ میلیون ډالر بېړنۍ بشري مرسته کوي.
افغانستان د یو ټن ډبرو سکرو بیه له ۹۰ څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړه
افغان حکومت د ډبرو سکرو د یو ټن صادرولو بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړې، وایي تراوسه هېواد کې د دغو ډبرو ۸۰ داسې سیمې تثبیت شوي چې پر مټ یې د سلګونو کلونو لپاره نورو هېوادونو ته سکاره صادرولی شي.
د لوی اختر رانږدې کېدل؛ ننګرهار کې د څارويو بیې لوړې شوې دي
ننګرهار کې خلک شکايت کوي چې د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د څارويو بیې لوړې شوې او غواړي چې اړوند ادارې دې يې نرخونه کنټرول کړي.
جاپان افغانستان کې له زلزلهځپلو سره ۳ میلیون ډالر مرسته کوي
افغانستان کې د جاپان سفارت وايي، هېواد یې په افغانستان کې له زلزلهځپلو سره ۳ میلیون ډالر مرسته کوي.
کندهار کې ټکسيچلوونکي: د تېلو بیې لوړېدو له تاوان سره مخ کړي یو
د کندهار ټکسي او ریکشا چلوونکي وايي، په دې وروستیو کې د تېلو بیې له کوم لامل پرته لوړې تللې او د دوی پر کاروبار یې منفي اغېز کړی دی.
اوچا زلزلهځپلو ته ۱۱۰ ميليون ډالر بېړنۍ مرسته وغوښتنه
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) په افغانستان کې له ۳۶۲زره زلزلهځپلو سره د مرستو لپاره، د ۱۱۰ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
له زلزلهځپلو سره د چین د ۸ میلیون ډالرو په ارزښت مرسته کابل ته راورسېده
په افغانستان کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره د چین د اته میلیون ډالرو په ارزښت کمپلې، جامې او نور اړین توکي په دوو الوتکو کې کابل ته راورسېدل.
د پاکستان لومړي وزیر له افغانستانه د ډبروسکرو وارداتو کې د ډېرېدو امر کړی
د پاکستان لومړي وزیر خپلو اړوند ادارو ته سپارښتنه کړې ده چې د برېښنا د ډېر تولید په موخه دې له افغانستانه د ډبرو سکرو واردات ته چټکتیا ورکړي.
مرکزي بانک سبا ۱۱ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي
د افغانستان مرکزي بانک وایي چې سبا ۱۱ میلیون امریکایي ډالر د یوې داوطلبۍ له لارې پلوري.
د افغانستان بانک وايي، د فوریکس له لارې راکړه ورکړه غیرقانوني ده
د افغانستان بانک وایي، ځیني کسان په داسې حال کې په مرکز او ولایتونو کې د فوریکس (انلاین سوداګري) په نوم مالي معاملې کوي چې دغه بانک چا ته د داسې کړنو اجازه نه ده ورکړې.
کابل د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا په موخه ازبکستان ته پلاوی استوي
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په مشرۍ د سوداګرو یو پلاوی له ازبکستان سره د سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا لپاره دغه هېواد ته سفر کوي.
د افغانستان نړۍوال بانک له زلزلهځپلو سره ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه
د افغانستان نړۍوال بانک (AIB) استازي، د وروستۍ زلزلې زیانمنو ته ۱۰ میلیونه افغانۍ بېړنۍ بشري مرستې ځانګړې کړې او د سوداګرۍ او صنعت وزارت ته یې وسپارلې.
هند افغانستان ته د غنمو د مرستې بله جوپه را استولې
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستان سره د مرسته شوو غنمو یوه بله جوپه - چې ۳۰۰۰ مټریک ټنه دي – د واګه بندر له لارې افغانستان ته استولې ده.
ملګري ملتونه د افغانستان له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰ میلیون ډالر لګوي
د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی چارواکی وايي، دغه سازمان پرېکړه کړې چې د افغانستان له زلزلهځپلو سره د ۱۰ میلیون ډالرو بېړنۍ بشري مرسته کوي.
کابل کې د اوړو او غوړیو بیې ټيټې شوې دي
نن د تېرې شنبې په پرتله د هندي بورې بیه لوړه شوې، خو د قزاقي اوړو او مالیزیایي غوړیو بیې ټيټې شوې دي.
اروزګان کې ساختماني شرکتونه: د نیمهکاره پروژو له درکه مو پر حکومت میلیونونه افغانۍ پاته دي
د اروزګان د ساختماني شرکتونو مسوولین وايي، د تېر حکومت پر مهال د پیل شوو نیمهکاره پروژو له درکه یې میلیونونه افغانۍ پاتې دي او د نوي حکومت له راتګ سره د کار هیڅ ډول زمینه نه ده ورته برابره شوې.
























