د اقتصاد رییس: زابل ته د بهرنیو موسسو پاملرنه ډېره شوې ده
د زابل د اقتصاد رییس وايي، د امنیت له ټینګښت وروسته دغه ولایت ته د بهرنیو موسسو پاملرنه ډېره شوې ده.
د زابل د اقتصاد رییس وايي، د امنیت له ټینګښت وروسته دغه ولایت ته د بهرنیو موسسو پاملرنه ډېره شوې ده.
د فاریاب سیمه ییزې سرچینې وايي چې د اقینې بندر او فاریاب ولایت مستوفیت عایدات په هېواد کې د سیاسي بدلونونو له امله د ۱۴۰۰ مالي کال له پلان سره په مقایسه ۳۵سلنه کم شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر له افغانستان سره د سویډن بشري مرستو له ډېرېدو خبر ورکړی دی.
له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په دوام د ۳۲ میلیون ډالرو مرستې بله کڅوړه افغانستان ته ورسېده او د افغانستان نړیوال بانک ته وسپارل شوه.
د هېواد مرکزي بانک له ټولو هغو کسانو چې د صرافۍ او پولي خدمتونو برخو کې له جواز پرته فعالیت کوي، غوښتي چې ژر تر ژره دې جواز ترلاسه کړي.
د کابل ښار خیاطان د روژې په میاشت کې د خپل کاروبار له ښه کېدو خبر ورکوي او وایي، پر ټولو اقتصادي ستونزو سربېره، د تېرو کلونو په پرتله یې کاروبار ښه شوی دی.
اقتصادي کمېسیون یوه پلاوي ته دنده ورکړې چې پر دولتي شرکتونو د بانکي محدودیتونو کمولو ته یو میکانېزم جوړ کړي. دغه راز کمېسیون وايي، امنیتي ارګانونه دې له برېښنا شرکت سره د پورونو په راټولولو کې همکاري وکړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېر کال له افغانستانه د سل میلیون ډالرو په ارزښت انجه بهر ته صادره شوې ده.
د دایکنډي ولایت د نیلي ولسوالۍ «لزیر» کلي اوسېدونکی محمدعلي وايي، له پنځو کلونو راهیسې یې د محلي خولیو د پلور له لارې ۱۵۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د برېښنا شرکت وايي، هرات کې د سلما بند د درېیم توربین له بیا فعالېدو سره د برېښنا تولید عادي حالت ته ګرځېدلی دی.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ډبرو سکرو پلورونکو اتحادیې مسوولین وایي، له نږدې درېيو میاشتو راهیسې له افغانستانه پاکستان ته د سکرو لېږد پیل شوی چې ورسره د سکرو بیه ډېره لوړه شوې ده.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د وري ۲۱مه) شاوخوا ۱۳ میلیونه ډالر د داوطلبۍ په ترڅ کې د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې پلوري. د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره…
مخابراتو وزارت وايي چې ۱۳۳ رسنۍ د فریکونسیو د جواز نه تمدید له امله شاوخوا ۲۰۲ میلیون افغانۍ پوروړې دي، امنیتي ارګانونه باید د هغو نشراتي فعالیت د رسنیو د جوازونو تر تمدید بورې بند کړي.
د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن په کابل ښار کې د نفتي توکو بیې ټیټې خو د پاکستانۍ وریجو، غوړیو، قزاقي اوړو او بورې بیې بیا لوړې شوې دي.
اقتصادي کمېسیون د کانونو وزارت ته په هرات کې د اوسپنې او په غور کې د سربو کانونو د قرارداد اجازه ورکړه، ویې پتېیله چې د مالګې د کانونو تړونونه دې کورنیو شرکتونو ته ورکړل شي.
د رییس الوزراء مرستیال او د کانونو وزارت سرپرست سرپل ولایت ته د قشقري په نوم د تېلو بلاک د پرانیستې لپاره تللي دي.
د لغمان ولايت ښاروال وايي چې د دوی د ۱۴۰۰ کال ثابت عوايد د ۹۹ کال په پرتله څه باندې ۱۵سلنه زيات شوي، خو غير ثابت يې شاوخوا ۶۵ سلنه کم شوي دي.
په کندهار کې د روژې میاشتې له راتلو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي چې خلک یې د کنټرول غوښتنه کوي.
د کونړ د کانونو رييس مولوي صدیق الله عادل وايي چې په دغه ولايت کې ځايي خلک د قيمتي ډبرو را ایستلو له درکه حکومت ته درېیمه برخه پيسې ورکوي.
د چین د نفتو ملي شرکت یوه چارواکي کابل ته د سفر پر مهال په افغانستان کې پانګه اچونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د باختر اژانس د راپور له مخې، د چین د نفتو دولتي…
د فاریاب ولایت سوداګر او د بار وړونکو موټرو چلوونکي د میمنې ــ هرات حلقوي سړک له خرابوالي شکایت کوي او وايي چې دغه ۴۲۰ کیلومتره لاره د ډېرو ستونزو او کړاوونو په ګاللو سره وهي.
د افغانستان بانک وايي، هېواد ته د بشري مرستو په لړ کې نن یو ځل بیا ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر مرسته را ورسېده.
د خوست ښار ځیني اوسيدونکي وايي چې د روژې په راتګ سره په دغه ولايت کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي؛ خو حکومتي مسوولين بيا په دې برخه کې د جدي اقداماتو خبر ورکوي.