د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور مرستیال له یوناما غوښتي چې په ولایتونو او ولسوالیو کې د عامه کتابتونونو ودانیو جوړولو، ډیجیټل سیسټم او ګرځنده کتابخونو رامنځته کولو او د هغو د تجهیز برخو کې له دغه وزارت سره مرسته وکړي.
اسلامي امارت وایی، په رسنیو کې د ایران او پاکستان پر ګډه پوله د یو شمېر افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو د ګنګوسو په اړه معلومات نه دي کره شوي او تر روښانتیا وروسته به یې په اړه لازم تصمیم ونیول شي.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وايي، له ټولو نړۍوالو او د بشري حقونو له بنسټونو تمه ده څو نه یوازې په ژمنه، بلکې په عمل کې د افغانستان له خلکو سره د برېښنا پراختیا او اوبو رسولو پروژو برخه کې مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP