غزني کې د زرګونو کسانو د سترګو وړیا درملنه وشوه
غزني ولایت ته د عامې روغتیا وزارت له لوري د ډاکټرانو استول شوې ډلې د شاوخوا ۳۷۰۰ کسانو د سترګو وړیا درملنه کړې ده.
غزني ولایت ته د عامې روغتیا وزارت له لوري د ډاکټرانو استول شوې ډلې د شاوخوا ۳۷۰۰ کسانو د سترګو وړیا درملنه کړې ده.
د هوا له سړېدو سره یو شمېر کابل ښاریان په ماشومانو کې د تنفسي ناروغیو له ډېرېدو شکایت کوي، بلخوا ډاکټران د حفظالصحې رعایتول، د مور په شېدو سره د ماشومانو تغذیه او ناروغ ماشوم له روغو ماشومانو لرې ساتل د دغو ناروغیو د مخنیوي لپاره اغېزناک بولي.
د کونړ د مرکز اسعداباد ولایتي روغتون کې یوې مور د سزارین سیکشن بریالي عملیاتو له لارې څلور غبرګوني ماشومان زېږولي، خو د دغو ماشومانو پلار وایي، اقتصادي وضعیت یې خراب دی او باید مرسته ورسره وشي.
پرې شونډې او پرې تالو دوه مورزادي ستونزې دي چې پرې اخته کسان له روغتیایي ستونزو سربېره، له ټولنیزو او رواني اغیزو يې هم ځوریږي، پوهان پر دې باور دي چې د یادو ستونزو درملنه باید یوه بشپړه تګلاره ولري څو په یوه وخت کې روغتیايي، رواني او ټولنیز ابعاد یې په پام کې ونیسي.
د روغتیا نړۍوال سازمان له غزې تر افغانستانه د ۴۲ بحراني سیمو څه باندې ۳۰۰ میلیون اوسېدونکو ته د مرستو رسولو لپاره د ۱.۵ میلیارد امریکايي ډالرو غوښتنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، د افغانستان روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره کیفیت لرونکو درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا ده.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ له لوري په جلالاباد ښار کې د روږدو د درملنې او راټولولو د کمپاين پر مهال د ښار له مختلفو واټونو او سيمو ۶۸ روږدي راټول او کابل ته لېږدول شوي دي.
نیمروز ولایت کې د ماشومانو داخله ناروغیو یو متخصص تنفسي ناروغۍ، په ځانګړي توګه سینه بغل خطرناک بولي، له کورنیو غواړي چې د سینه بغل نښو د لیدو په صورت کې د کورنۍ درملنې پر ځای دې ناروغ ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته ولېږدوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د کابل سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د څلورو ماشومانو د سوء شکل هډوکو پېچلي عملیات په بریالیتوب ترسره شول.
د کابل طبي پوهنتون خبر ورکوي چې د کابل ښار علياباد تدریسي روغتون کې په لومړي ځل اپیډورال انستيزي پر څو کسانو تطبیق شوې او نتیجه یې هم ښه وه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بلاروس د عامې روغتیا وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې د هېوادونو په کچه د درملو پېرلو، دوه اړخیزې همکارۍ او د روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړولو په اړه خبرې کړې.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د یوې تازه پېښې په ثبتېدو سره پر دغه ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۷۰ ته ورسېد.
د ځینو روغتونونو ډاکټران وايي چې په کابل ښار کې د وروستۍ واورې له کېدو وروسته د سړکونو او کوڅو کنګل کېدو له امله د خلکو د لاسونو او پښو ماتېدنو پېښې ډېرې شوې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چې د تېر مېلادي کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
یو شمېر نجونې او ښځې په داسې حال کې د ځینو دلایلو له امله د ټیټانوس ناروغۍ واکسین نه کوي چې ډاکټران د دغه واکسین پر تطبیق ټینګار کوي او وايي، دغه ناروغي په ځینو مواردو کې د شخص د مړینې لامل کېدای شي.
ډاکټران د غیرمسلکي کسانو له لوري زېږون په داسې حال کې خطرناک بولي چې په غور کې یو شمېر مېرمنې وايي، د ځینو ټولنیزو ناسمو دودونو او د ښځینه متخصصو ډاکټرانو او نسايي ولادي روغتونونو کموالی هغه لاملونه دي چې دوی په کور زېږون ته اړباسي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې د روان لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې دغه ولایت کې د شري پر ناروغۍ اخته څه باندې ۷۲۰۰ ماشومان بستر شوي چې له ډلې یې ۳۲ مړه شوي دي.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د جلالاباد ښار له واټونو څخه يې لسګونه روږدي کسان راټول کړي او د درملنې لپاره يې پلازمېنې کابل ته لېږدولي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وړاندې شوو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېر د ۲۰۲۳ کال په پرتله څه باندې ۴۱ سلنه او له دې ناروغۍ د مړه شوو کسانو شمېر ۴۲ سلنه کم شوی دی.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولین وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونیسف) ورسره د درېیو میاشتو لپاره د اته کانټينره درملو مرسته وکړه.
کورنیو چارو وزارت وایي، پر نشهيي توکو د روږدو کسانو پر درملنه په کلني ډول یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي او په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د افغانستان په کچه د ۱۳۵ زره روږدو درملنه شوې ده.
یو شمېر روغتیايي کارپوهان وایي چې طبي کثافات که څه هم ظاهراً بېخطره ښکاري، خو د چاپېریال او روغتیا لپاره د یوې لویې ننګونې په توګه کولای شي د خطرناکو ککړتیاوو او جدي ناروغیو سرچینه او دغه راز د ناروغیو د لېږد وسیله هم وي.
سیمهییز مسوولین وایي، اروزګان ولایت کې د ۵۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت له ۶۴ روغتیایي مرکزونو سره د درملو او طبي وسایلو مرسته شوه.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې یوه امریکايي خیریه بنسټ د دغه ولایت له سيمهيیز روغتون سره د مور او ماشوم د مړینې مخنيوي په موخه د روغتيايي تجهیزاتو مرسته وکړه.