منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

روغتیا

۴،۲۵۷ راپورونه

راپورونه

غړي

د بادغیس مسوولین: په روغتیايي مرکزونو کې د درملو نشتون په اړه د خلکو نیوکه ناسمه ده

په بادغیس کې د ناروغانو ځیني پایوازان داسې مهال د روغتیايي خدمتونو له عرضې، په ځانګړې توګه د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د درملو له نشتونه شکایت کوي چې مسوولین دغه ادعا په کله ردوي.

غړي

ننګرهار کې د پښتورګو ملي روغتون بهر ته د ۸۰ سلنه ناروغانو د تګ مخه نيولې

په ننګرهار ولایت کې د روغتيا رياست تر چتر لاندې د پښتورګو ملي روغتون مسوولين وايي، په دغه روغتون کې شته امکاناتو او د ډاکټرانو هلو ځلو ګاونډيو هېوادونو ته د ۸۰ سلنه ناروغانو د تګ مخه نيولې ده.

غړي

په غور کې د نري رنځ له ۶۰۰ ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د غور روغتيايي مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې په دغه ولايت کې د نري رنځ (توبرکلوز) له٦٠٠ ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او زیاتوي چې په ولايتي روغتون کې د نري رنځ ناروغانو لپاره ٢٠ بسترونه ځانګړي شوي چې بسنه نه کوي.

اقلیمي بدلون هر کال په نړۍ کې د دیارلس میلیونه انسانانو ژوند اخلي

مزارشریف (پژواک، ۲۳ وري، ۱۴۰۱) بلخ ولایت کې د روغتیا نړیوال سازمان بېړنۍ برخې مسووله لوردیس سوولېس وایي، چې هر کال په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله دیارلس میلیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. نوموړې دغه څرګندونې…

نور راپورونه