ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز اوسېدونکي په حوزوي روغتون کې د درملو له نشتوالي شکایت لري

د کندوز اوسېدونکي په حوزوي روغتون کې د درملو له نشتوالي شکایت لري

author avatar
24 Apr 2022 - 16:20
د کندوز اوسېدونکي په حوزوي روغتون کې د درملو له نشتوالي شکایت لري
author avatar
24 Apr 2022 - 16:20

[restrict paid=”true”]

کندوز ښار (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۱): د کندوز ولایت ځیني اوسېدونکي په دولتي روغتون کې د درملو له نشتوالي څخه شکایت کوي او وایي، اړ دي چې د اړتیا وړ درمل د ښار له درملتونونو څخه وپېري.

په همدې حال کې د کندوز روغتیایي مسوولین دې ستونزې ته د رسېدنې خبر ورکوي.

د کندوز ښار یوه اوسېدونکې پاینده محمد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((لومړی دا چې په روغتون کې سم معاینات نه ترسره کوي؛ کله چې معاینات وشي یوه پرزه راکوي او وایي چې درمل له بازاره واخلئ ځکه چې په روغتون کې درمل خلاص شوي، د ښار درملتونونو ته چې ځو هغه درمل چې په ۱۰۰ روپۍ بیه لري په پنځه سوه یې پلوري.))

د کندوز يو بل اوسېدونکى نعمت الله هم په حوزوي روغتون کې د درملو نشتوالي ستونزه مهمه ګڼي او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

نوموړی زیاتوي: ((په افغانستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي، ناروغان درمل له بازاره اخلي او په بازار کې هم درمل په لوړه بیه پلورول کېږي، خلک د اخیستو توان نلري او له حکومته غواړو چې دې ستونزې ته پاملرنه وکړي.))

د کندوز ځینو نورو اوسېدونکو هم له روغتیایي مسوولینو وغوښتل چې دا ستونزه هواره کړي.

په همدې حال کې د کندوز د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله ساحل د دغو ستونزو پر حل ټینګار وکړ او وویل: ((ستونزې شته خو په هغه کچه هم نه چې خلک وایي، موږ درملتونونه کنټرول کړي، هېڅوک نشي کولای په لوړه بیه درمل وپلوري، ستونزه د درملو کمښت دی چې ډېر ژر به حل شي او هېڅوک به اړ نه وي چې له بازاره درمل واخلي.))

د کندوز د اوسېدونکو دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو میاشتو کې بې وزلۍ او فقر په هېواد کې سیوری غوړولی او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

[/restrict]

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.