بهرمېشتو افغانانو ته د پنځه کلن، لس کلن او د تمدید سټېکر پاسپورټ بیه راټیټه شوه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د بهرمېشتو افغانانو اقتصادي ستونزو ته په پام د پنځه کلن پاسپورټ محصول ۱۲۰، د لس کلن ۲۲۰ او د سټېکر له لارې یې کلنی محصول ۲۰ امریکایي ډالرو ته راکښته شو.






















