ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د داخلي بې‌ځایه شوو او غیرقانوني کډوالۍ د حقونو په اړه روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

جوزجان کې د داخلي بې‌ځایه شوو او غیرقانوني کډوالۍ د حقونو په اړه روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

author avatar
4 Sep 2023 - 18:28
جوزجان کې د داخلي بې‌ځایه شوو او غیرقانوني کډوالۍ د حقونو په اړه روزنیز پروګرام پای ته ورسېد
author avatar
4 Sep 2023 - 18:28

شبرغان (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۲): جوزجان کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د یوه روزنیز پروګرام په ترڅ کې د دغه ولایت د کډوالو چارو ریاست کارکوونکو ته د داخلي بې‌ځایه شوو د حقونو، ناقانونه کډوالۍ او منفي پایلو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

دغه روزنیز پروګرام دوه ورځې مخکې د افغانستان د پارامونټ پرمختیايي موسسې (APWDO) له لوري جوړ شوی و چې نن پای ته ورسېد.

جوزجان ولايت کې د دغه دفتر مسوول محمدحليم دقیق پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه روزنيز پروګرام کې چې د یاد ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست د کارکوونکو ظرفيت لوړولو په موخه جوړ شوى و، د دغه رياست ۱۰ کار کوونکو پکې ګډون درلود.

د هغه په ​​خبره، په یاد پروګرام کې د داخلي بې‌ځايه شوو د حقونو سربېره د غيرقانوني کډوالۍ او د منفي پايلو په اړه یې هم ګډون‌والو ته معلومات ورکړل شول.

په همدې حال کې، د جوزجان ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریيس ملا امان‌الله طلحه د دغه پروګرام له جوړيدو په خوښي څرګندولو سره وايي‎ چې په دغه پروګرام کې ګډون‌والو ته د ډېرو مهمو مسايلو په اړه معلومات ورکړل شول.

هغه د بې‌ځایه شوو د حقونو او د غیرقانوني کډوالۍ په څېر مسایلو ته اشاره وکړه او ویې ویل، ‎په دې ورکشاپ کې پر دغو مسایلو خبرې وشوې، چې ډېر مهم وو.

هغه زیاته کړه: «هغه معلومات چې په درې ورځني پروګرام کې مو زده کړل ډېر ګټور او ارزښتناک وو، موږ له همکارو بنسټونو غواړو‎ څو راتلونکي کې هم د کارمندانو د ظرفیت لوړونې لپاره دا ډول پروګرامونه جوړ کړي.»‎

د یادې موسسې مسوولین وايي چې دغه روزنیز پروګرام دوام لري او په پام کې ده چې نور ځوانان هم تر پوښښ لاندې راولي څو د غیرقانوني کډوالۍ له خطرونو خبر شي.

Visits: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.