په اروزګان کې د جګړو له امله د ویجاړو شوو ۲۳ پلونو د بیارغولو چارې پیل شوې
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د ټولګټو چارو ریاست له خوا د یوه پول او ۲۲ پولګوټو د بیاجوړولو چارې پيل شوې چې د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د ټولګټو چارو ریاست له خوا د یوه پول او ۲۲ پولګوټو د بیاجوړولو چارې پيل شوې چې د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
د کندوز د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د تېرو جګړو له امله د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې ٧٠ ښوونيز مرکزونه ويجاړ او يا هم زيانمن شوي دي.
د غزني د سردې بند کانالونو جوړولو پروژې سروې بشپړه او عملي کارونه یې پيل شول.
د کندوز، تخار او بدخشان ولايتونو د لويو لارو موټر چلوونکي د کندوز د خان اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوه پله د جوړېدو غوښتنه کوي.
د کندهار ښار د لسمې ناحيې په مربوطاتو کې د څه باندې ٢٢ ميليونه افغانيو په لګښت د غلام حيدر حميدي په نوم د يوه ښوونځي د جوړولو چارې پيل شوې.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د لومړي ځل لپاره د چرګانو حلالولو او غوښې د توليد یوه معیاري کارخونه جوړه شوه.
د ميدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د اول خېلو په سيمه کې د څه باندې ۷.۵ ميليون افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پکتيا د مرکز ګردېز ښاروالۍ مسوولين وايي چې په روان کال کې يې د ښار د تنظيم، ماسټرپلان او عوايدو راټولو په برخو کې د پام وړګامونه اخيستي دي.
د لغمان ولایت حکومتي مسوولین وایي چې په دوو ولسوالیو کې د درېیو بېلا بېلو پروژو چارې عملآ پیل شوې دي.
د غزني- پکتیکا لارې موټر چلوونکي او د دغو ولایتونو اوسېدونکي د لارې له خرابوالي شکایت کوي او له اوسني حکومته یې د جوړولو غوښتنه کوي.
د پکتيا ولايت د مخابراتو رياست چارواکي وايي، چې په تېرو څو مياشتو کې يې د مخابراتي شبکو ويجاړ شوي سايټونه بېرته رغولي او يو شمېر یې نوي جوړ کړي دي. د پکتيا مخابراتو رييس…
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۷ روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې نیمګړې پاتې دي.
د خوست ښاريان د ښاروالۍ له مسوولینو څخه د دغه ولایت په کچه د یوه معیاري مسلخ د جوړولو غوښتنه کوي.
د هلمند د برېښنا رييس وايي چې د يوې ترکي کمپنۍ له خوا د کجکي بند پر درېيو توربينونو کار روان دی او ډېر ژر به د برېښنا کچه سل ميګاواټه زياته شي.
د پکتيا د ټولګټو چارو رياست وايي چې په دغه ولايت کې به هغه نيمګړې پروژې بشپړې کړي چې له تېر نظام څخه پاتې او چارې يې نه دي ترسره شوي.
د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ د مرکز لولاش د ۲۰ بستریز روغتون د فعالیت د نشتوالي په تړاو د پژواک راپور تر خپرېدو وروسته، یو ځوان حاضر شو، دغه روغتون په خپل شخصي لګښت بیاورغوي،…
چارواکي وايي، د پکتیکا ولایت له مرکز ښرنې تر مټاخان ولسوالۍ د ۳۰ کیلومتره سړک نیمګړې چارې بیرته پیلوي.
په کندهار ښار کې د څه باندې ۳۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
په ننګرهار کې د جاپان له PMS موسسې سره د يو ميلیون او ۷ سوه زره ډالرو په مالي ارزښت د درې پروژو هوکړه ليکونه لاسليک شول.
په کندهار ښار کې د یونیسف ادارې د ۱۰،۷ میلیونه افغانیو په لګښت خلکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو د یوې پروژې کار پیل شو.
د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، د سویډن کمېټې د ياد ولايت په اچين ولسوالۍ کې د پنځه ميلیون افغانيو په لګښت د امريکا له خوا (د بمونو مور) ازموينې په پايله کې…
د ټولګټو او دفاع وزارتونو په ګډو هڅو د کونړ ولایت د اسمار، غازي اباد او ناړۍ ولسواليو ترمنځ د غځېدلې لویې لارې د جغل اچونې او پاکوالو چارې پېل شوې . د کونړ…
د بغلان د نساجۍ برېښنا بند دوو توربینونو تولید پیل او د درېیم توربین د ترمیم چارې روانې دي. د بغلان د نساجۍ برېښنا مسوولین وايي چې د بند د توربینونو د استهلاک کېدو له…
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د نړیوال سره صلیب/ICRC په مالي لګښت د معلولینو لپاره د ځانګړي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې. په دغه روغتیايي مرکز کې به د معلولینو لپاره د…