ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د سويډن کمېټې، د يوه وران شوي ښوونځي ودانۍ ترميم کړه

ننګرهار کې د سويډن کمېټې، د يوه وران شوي ښوونځي ودانۍ ترميم کړه

author avatar
7 Jan 2022 - 15:46
ننګرهار کې د سويډن کمېټې، د يوه وران شوي ښوونځي ودانۍ ترميم کړه
author avatar
7 Jan 2022 - 15:46

جلال اباد (پژواک، ۱۷ مرغومې ۱۴۰۰): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، د سویډن کمېټې د ياد ولايت په اچين ولسوالۍ کې د پنځه ميلیون افغانيو په لګښت د امريکا له خوا (د بمونو مور) ازموينې په پايله کې ورانه شوی ښوونځي ترميم کړ.

د دغه ولايت د پوهنې رياست وياند عبدالله ګل نن پژواک خبري اژانس ته وويل: «دغه ښوونځی د اچين ولسوالۍ د اسدخېلو تنګي سيمه کې موقعيت لري، چېرته چې په ۲۰۱۸ کال کې امريکايي ځواکونو د نړۍ تر ټولو ستر غير اټومي بم (د بمونو مور) هلته ازمويلی و.»

عبدالله ګل ونه ويل چې د ياد ښوونځي د رغونې چارې څه وخت پيل شوې، خو وايي پرون پرانیستل شو.

دی زياتوي چې د ياد ښوونځي لپاره ۴۳۰ متره احاطوي دېوال، تشنابونه، د پاکو اوبو اسانتیا او د لمریزې برېښنا معیاري سیتسم جوړ شو، سربېره پردې د زده کوونکو لپاره، د ۱۵۲ پايو څوکیو او میزونو سيټونو اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د پروګرامونو مرستیال ډاکټر سیدمحسن هاشمي وايي، چې د دغه ښوونځي ودانۍ زده کوونکو ته د ښه درسي چاپيريال د برابرولو په موخه ورغول شوه.

 

Visits: 95

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.