ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د معلولینو لپاره د ځانګړي روغتیايي مرکز جوړولو چارې پیل شوې

په هلمند کې د معلولینو لپاره د ځانګړي روغتیايي مرکز جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
29 Dec 2021 - 14:38
په هلمند کې د معلولینو لپاره د ځانګړي روغتیايي مرکز جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
29 Dec 2021 - 14:38

لښکرګاه (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۰): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د نړیوال سره صلیب/ICRC په مالي لګښت د معلولینو لپاره د ځانګړي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې.

په دغه روغتیايي مرکز کې به د معلولینو لپاره د بدن مصنوعي غړي جوړېږي او تر څنګ به یې د هغوی د بېلابېلو ناروغیو درملنه کېږي.

په سوېلي زون کې د نړیوال سره صلیب د اړیکو مسوول ډاکټر عبدالباقي حنفي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه روغتیايي مرکز د لښکرګاه ښار په شهید غلتان سیمه کې پر شپږه زره متره مربع ځمکه په ۱۸ میاشتو کې جوړېږي.

هغه زیاته کړه، ودانۍ به په یوه پوړ کې ۱۳ کانګرېټي خونې، د ورزش لپاره یو فلزي سالون، د برېښنا او اوبو بشپړ سیسټم ولري چې د هېواد د داخلي انجنیرانو له خوا ډیزاین شوې او په جوړولو کې به یې وطني ساختماني توکي وکارول شي.

دی وايي، د ودانۍ پر جوړولو ټولټال ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د همدې ادارې له خوا ورکول کېږي.

نوموړی زیاتوي، دغه روغتیايي مرکز به په یوه وخت د ۶۰ معلولو نارینه او ښځینه ناروغانو د بسترولو او ۲۵۰ OPD ناروغانو د درملنې امکانات ولري.

د ده په خبره، په دغه روغتیايي مرکز کې به هغو کسانو ته چې په جګړو او چاودنو کې یې د بدن غړي بایللي وي، مصنوعي غړي جوړېږي او د هغوی د نورو ناروغیو درملنه به کېږي.

حنفي وویل: «د دغه نوي روغتیايي مرکز په جوړولو به معلولینو ته د مصنوعي اندامونو جوړولو په کیفیت کې ښه والی راشي، هغو معلولینو ته چې د ملا شمزۍ یې زیان لیدلی وي د بستر امکانات برابر شي، دغه راز هغو معلولینو ته چې خپل لاسونه او پښې یې بایللې وي، له مصنوعي لاس او پښو سره د عادت کېدو تمرین اسانتیاوې برابرې شي.»

په لښکرګاه کې د معلولینو د درملنې یوه کارپوه ډاکټر محمد ولي همت پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې له ډېره وخته د معلولینو لپاره دغسې یوه ځانګړي روغتیايي مرکز ته اړتیا وه.

دی وایي، پخوا د هلمند معلولین اړ وو چې د درملنې لپاره کندهار او کابل ته لاړ شي.

نوموړي زیاته کړه: «د دغسې یوه ځانګړي روغتیايي مرکز جوړول د هلمند د معلولینو لپاره ښه خبر دی، تېرو دوو لسیزو جګړو دلته په سلګونو کسان معیوب کړي چې له سختو اقتصادي ستونزو او فزیکي ناتوانۍ کړېږي، دلته به یې فزیکي او اروايي درملنه کېږي.»

د هلمند معلولین خوښ دي چې په دغه ولایت کې د دوی د درملنې لپاره ځانګړی روغتیايي مرکز جوړېږي.

۴۳ کلن محمد اکبر د هغو معلولینو له ډلې دی چې درې کاله مخکې یې په یوه چاودنه کې خپله پښه لاسه ورکړې ده.

ده پژواک ته وویل، د خپلې درملنې پر مهال څو ځلې اړ شوی چې کندهار ته لاړ شي، خو د دغه مرکز په جوړېدو به دا ستونزه حل شي.

دی وايي: «ای سي ار سي په لښکرګاه کې خپل دفتر ته څېرمه د معیوبینو او معلولینو د فزیکي بیارغونې مرکز درلود چې یوولس کاله مخکې فعال شوی خو د معلولینو د درملنې ټول امکانات یې نه درلود او هغوی اړ کېدل کندهار یا کابل ته لاړ شي.»

د ده د معلوماتو له مخې، په نوي روغتیايي مرکز کې به معلولینو ته د مصنوعي اندامونو جوړولو تر څنګ د دوی د ګڼو ناروغیو (د ستون فقرات، فلج، ولادي انحراف یا کوږوالي، د عضلو سوء تغدي او نورو…) درملنه هم کېږي.

د یادونې ده چې د معلولینو د دغه روغتیايي مرکز لپاره ځمکه پنځه کاله مخکې د عامې روغتیا وزارت له خوا ځانګړې شوې وه، خو د ځینو ستونزو له امله یې جوړېدل ځنډېدلي وو.

Visits: 147

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.