منصور: له پنجشېره کابل ته د اوبو د لېږد پروژې د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې دي
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وايي چې له پنجشېره کابل ته د اوبو لېږد پروژې د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې دي او د بودجې او نورو اړینو امکاناتو په چمتو کېدو سره به یې په راتلونکي کې چارې هم پيل شي.

























