منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۵ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

بيارغونه

۴،۷۰۷ راپورونه

راپورونه

غړي

کندز کې د اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو او هلمند کې د څو پراختیایي پروژو چارې پيل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، کندز کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو او هلمند کې د څه باندې ۵،۹ میلیون افغانیو په لګښت د څو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې.

د میدان‌وردګو چک بند؛ «اړتیا ده چې د بند ځینې برخې پاک‌کاري شي»

د میدان‌وردګو د چک ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وایي، د چک بند په اوبو د خلکو ستونزې هوارېږي خو اړتیا ده چې د بند ځینې برخې پاکې شي. بلخوا مسوولین راتلونکو څو میاشتو کې د دغه بند له برېښنا د ګټې اخیستنې خبره کوي.

غړي

زابل او پکتیکا کې د اوبو رسولو درې شبکې جوړې او کندهار کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، زابل او پکتیکا کې د څه باندې ۱۲،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې جوړې او کندهار کې د څه باندې ۴،۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې.

غړي

په لغمان او کونړ کې د ۶۰ بنسټيزو پروژو د پلې کولو هوکړه‌ليک لاسليک شو

له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره وایي، له یوې نړۍوالې موسسې سره یې د ۳.۴ میلیون ډالرو په ارزښت په لغمان او کونړ ولایتونو کې د ۶۰ کوچنیو بنسټيزو پروژو د پلې کولو هوکړه‌ليک لاسلیک کړی دی.

نور راپورونه