د بامیان ښکاري دره کې د ۶۵ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې
د بامیان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د ښکاري درې د ۶۵ کیلومتره سړک د بیارغونې کار پیل شو.
د بامیان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د ښکاري درې د ۶۵ کیلومتره سړک د بیارغونې کار پیل شو.
د خوست ښاروالۍ له خوا د ۱۸،۵ ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې يوې پروژې چارې پيل شوې.
د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د یوه پله جوړولو چارې پيل شوې چې ۲۹ میلیون افغانۍ لګښت به پرې راشي.
د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک کانکرېټ کولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت اووه رغنيزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز او څرخ ولسوالۍ کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت اته رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کابل ښاروالي وايي چې د کابل – جلالاباد سړک د لومړۍ برخې پراخولو او جوړولو چارې د مکروریانو له څلورلارې تر پکتیاکوټ پورې د څه باندې ۶۸۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
فاریاب کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په خواجهسبزپوش او دولتاباد ولسوالیو کې د څه باندې ۴۶ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د څه باندې یو کیلومتر سړک قیر کولو چارې پیل شوې.
د غور ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګشت د یوه پله جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار اقتصاد ريیس وايي، تېر کال په دغه ولایت کې د کورنيو او بهرنيو موسسو له لوري د څه باندې ۷۶ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت رغنیزې پروژې پلې شوې دي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي چې په هلمند او میدانوردګو کې د څه باندې ۹،۶ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو سولري شبکو جوړولو چارې پیل شوې.
د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په سنګتختوبندر ولسوالۍ کې د ۲۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه روغتيایی مرکز ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د نږدې شپږ میلیون افغانیو په لګښت د پوهنې اړوند درې رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
بغلان کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د شپږ کیلومتره یوه سړک پراخولو او پخولو کار پیل شو.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ۳۶ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۳ رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کندهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په تختهپل ولسوالۍ کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه چکډیم جوړولو چارې پیل شوې.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایي، د څه باندې ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د لښکرګاه – کندهار لویې لارې د ۱۱ کیلومتره سړک د پراخولو او قیراچونې چارې پیل شوې.
د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د یونیسف د څه باندې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو چارې پیل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
د هرات ښاروالي د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه پُله له جوړېدو خبر ورکوي او وایي چې له دغه پُله به د هرات ښاریان، د انجیل، ګذرې او ادرسکن ولسوالیو د څلور سوه کليو خلک ګټه اخلي.
د دایکنډي د کډوالو او راستنېدونکو چارو امریت وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې کډوالو، داخلي بېځایه شوو او بېوزلو ته ۶۵ کورونه جوړیږي.
غزني ښار کې د مور او ماشوم ځانګړي روغتیایي مرکز ته د شاوخوا ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د جاپان د نړۍوالې همکارۍ ادارې (JICA) په مالي مرسته یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي.
د ننګرهار ولایت د کانال رياست له لوري د دې ادارې اړوند د اوبو لويه وياله کې د ځوانانو او ماشومانو د لامبو وهلو د مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي کمپاين ترسره شو.