منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۳ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

بيارغونه

۴،۷۰۸ راپورونه

راپورونه

پکتیکا کې د ۱۵۵ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې

د کلیود بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، پکتیکا کې د څه باندې ۲۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵۵ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او خوست کې د ۹،۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو سولري شبکو چارې پیل شوې.

راتلونکې دوشنبه د کابل – کندهار لویه لار د دوو ورځو لپاره د لویو موټرو پر مخ تړل کېږي

د ټولګټو چاور وزارت وايي، د کابل – کندهار لویه لار د میدان‌وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې پر دغه سړک د قیراچونې له امله د دوو ورځو لپاره د باروړونکو او لویو مسافروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي.

د افغانستان او چین ترمنځ د سړک جوړولو چارې صفري نقطې ته رسېدلې دي

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس چې د ورېښمو لارې د څارنې په موخه د يوه ټیم په مشرۍ د کوچني پامیر دره او غجیر سیمې ته تللى وايي،‎ د ورېښمو د تاريخي لارې جوړېدو چارې د چين او افغانستان ترمنځ صفري نقطې ته رسېدلې دي.

غړي

د هرات په اوبه ولسوالۍ کې د ۸۰ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچولو چارې پیل شوې

د هرات ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اوبه ولسوالۍ کې ۸۰ کیلومتره سړک ترمیم او جغل پرې اچول کېږي، دغه‌راز په هرات ښار کې د شاوخوا څلور میلیون افغانیو په لګښت د یوه چوک جوړولو چارې پیل شوې.

غړي

کابل ښار کې د څلورو پروژو چارې پیل شوې

د کابل ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۳۸۹ میلیون افغانیو په لګښت د د درېیو سړکونو او د یوه پله جوړلو چارې پیل شوې.

نور راپورونه