ژبه

لوګر کې د اوبو اووه نور چک‌ډيمونه جوړیږي

پل‌علم (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د لوګر سيندیزې حوزې ریاست وایي چې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې د اوبو اووه چک‌ډيمونه جوړ شوي او اووه نور هم جوړیږي.

د لوګر سيندیزې حوزې ریاست مطبوعاتي مسوول فضل‌الرحمن عمرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېر یوه کال کې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري په مرکز پل‌علم، محمداغه، بره‌کي برک، څرخ، خوښۍ، ازرې او خروار ولسوالیو کې د شاوخوا  ۲۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو اووه چک‌ډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

عمرزي زیاته کړه، یاد چک‌ډيمونه د ۶۰ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.

هغه دغه راز وویل، اوبو او برېښنا وزارت په مرکز پل‌علم او شپږو ولسوالیو کې اووه نوي چک‌ډيمونه جوړوي چې عملي سروې هم پیل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: «یاد چک‌ډيمونه د ځمکې لاندې اوبو سطحې زیاتېدو، د سېلابونو مخنیوي او همدارنګه د کرنیزو ځمکو خړوبېدو په موخه جوړېږي.»

بل لور ته، د پل‌علم یوه کروندګر رسول‌ګل پژواک ته وویل، خوښ دی چې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري په بېلابېلو ولسوالیو کې ۷ نوي چک‌ډيمونه جوړیږي.

هغه دغه راز زیاتوي، د یادو چک‌ډيمونو له جوړېدو وروسته به په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه او د کرکېلې لپاره به په کافي اندازه اوبه برابرې شي.

دغه راز، د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي فضل‌الله پژواک ته وویل، د اوبو او برېښنا وزارت ته په کار ده چې د دغه ولایت پر لویو ذخیروي بندونو سرخ‌اب، خروار او ابتک باندې هم کار شروع کړي.

هغه زیاته کړه، د یادو بندونو په جوړېدو سره به د برېښنا ترڅنګ د کرکېلې لپاره هم د اړتیا وړ اوبه برابرې شي.

د یادونې ده، دا مهال د افغانستان په نږدې ټولو ولسوالیو کې د اوبو چک‌ډیمونو جوړولو چارې روانې دي او د ځینو چارې بشپړ شوې هم دي.

ورته موضوع