اسعداباد (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د کونړ سيمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د ۱۲.۹ میلیون افغانیو په لګښټ د یوه پله جوړولو چارې پيل شوې.
د کونړ مرستیال والي عبدالله حقاني په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل چې دغه پل د ملي دفاع وزارت په مالي مرسته جوړیږي.
هغه وویل چې دغه پل ۳۸ متره اوږدوالي او پنځه متره پلنوالی لري چې ټولټال ۱۲.۹ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او د شپږو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
د هغه په خبره، اسلامي امارت هڅه کوي چې د ولس غوښتنو او اړتیاوو ته په کتو د بیارغونې بسټیزې پروژې پلې کړي .
د دانګام ولسوالۍ قومي مشر شهابالدین پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې په سیمه کې د اساسي پل جوړېدو چارې پيل شوې.
هغه وایي، د ورښتونو او سېلابونو پر مهال د اوبو زیاتېدو له امله یې نه شو کولای تګ راتګ وکړي چې په خبره یې، د پل له جوړېدو وروسته به یې شته ستونزې حل شي.










