فیضاباد (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د ورېښمو لار په اوږدو کې چې کومې لس تاریخي ابدي، بیارغونې ته جدي اړتیا لري او که دغه کار ژر ونه شي، وبه نړېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیحالله امیري وایي، کوچني پامیر ته د سفر په ترڅ کې یې له هغو تاریخي ابدو چې وردوج، اشکاشم، واخان او پامیر ولسوالیو د ورېښمو لارې په اوږدو کې دي، لیدنه او ارزونه کړې ده.
نوموړي وویل، په دغه سفر کې یې د وردوج ولسوالۍ مرکان کلي کې د یوه کاروان سرای، د واخان خندود اړوند د راس الملک مقبره او اسماعیلیه جومات، په پنجې کلا کې د پنجې کلا او د ظاهرشاه لرګین قصر، واخان ولسوالۍ کوچني پامیر کې د بلهسي کاروان مقبره او د وزو له ګنبده لیدنه کړې ده.
هغه وویل: «له دغو تاریخي ابدو لیدنه او ارزونه ښیي چې جدي مرمت ته اړتیا لري که ژر مرمت نهشي، د هغو د له منځه تلو احتمال ډېر دی.»
هغه وویل، د فیضاباد ښار د خښتو پل یو له تاریخي ابدو دی چې د دوی د ارزونې له مخې، جدي ترمیم ته اړتیا لري، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه غواړي چې د ابدو د مرمت برخه کې لازمه پاملرنه ولري.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي چې د واخان له ولسوال سره په لیدنه کې په پنجه کلا کې د سرحدي کنډک قوماندان او ځینو نورو نظامیانو له دوی غوښتي چې د افغانستان له تاريخي او لرغونو اثارو په ښه ډول ساتنه وکړي او هیچا ته دې د هغو د خپلسرو کیندنو او قاچاق اجازه نه ورکوي چې دا فرهنګي ارزښت لرونکی دي.
ورته مهال، د واخان ولسوالۍ یو اوسېدونکی استاد عبدالواحد وايي، د دې ولسوالۍ تاريخي ابدې په ښه حالت کې نه دي او همېشه د طبيعي پېښو له امله زيانممنېږي، که دولت جدي پاملرنه ونه کړي، ښايي له منځه ولاړ شي.
هغه له اسلامي امارت غواړي، هغه تاریخي ابدې چې د له منځه تلو په حال کې دي، مرمت کړي څو د نیکونو هویت یې وساتل شي او راتلونکي نسل ته انتقال شي او د ګرځندوی د ودې زمینه چې د بهرنیو سیاحینو یوه موخه ګڼل کېږي، وساتل شي.