منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۷ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

بيارغونه

۴،۷۰۸ راپورونه

راپورونه

غړي

د کندهار ګمرک کې د څه باندې ۲۵.۷ میلیون افغانیو په لګښت د بیارغونې چارې پيل شوې

سیمه‌ییز مسوولین وایي، د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې د اسانتیاوو برابرلو په موخه د کندهار ولایت ګمرک کې د څه باندې ۲۵.۷ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰ جریبه ځمکې د کانکرېټ او جغل‌اچونې چارې پیل شوې.

غړي

ملا برادر: د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۵۰۰ لویو او کوچنیو پروژو چارې روانې دي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال کندهار کې د یوه جومات د جوړېدو چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، د بدخشان په واخان کې د افغانستان او چین نښلوونکي سړک په ګډون د هېواد په کچه د ۵۰۰ لویو او وړو پروژو چارې روانې دي.

غړي

پنجشېر کې د شلو ټولګټو پروژو چارې بشپړې شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په ابشار ولسوالۍ کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۰ ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

نور راپورونه