ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې زلزله‌ځپلو ته یو جوړ شوی ښارګوټی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

هرات کې زلزله‌ځپلو ته یو جوړ شوی ښارګوټی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

author avatar
9 Jan 2024 - 15:35
هرات کې زلزله‌ځپلو ته یو جوړ شوی ښارګوټی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
author avatar
9 Jan 2024 - 15:35

هرات (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲): د هرات ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په زنده‌جان ولسوالۍ کې زلزله‌ځپلو ته د یوه ښارګوټي جوړولو چارې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه ښارګوټي ګټې اخیستو ته د سپارل کېدو مراسمو کې ځایي مسوولینو، د سیمې اوسېدونکو او یو شمېر دیني عالمانو ګډون درلود.

د هرات د علماوو شورا رییس او د زلزله‌ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون رییس شیخ محمدبشر حلیمي د اقراء‌ په نوم د دغه ښارګوټي پرانیستې مراسمو کې د ټولو خلکو له مرستو مننه وکړه او د دغه ښارګوټي جوړېدل یې د خلکو د یووالي نتیجه وبلله.

هغه له ټولو بنسټونو او خیرخواه خلکو غوښتنه وکړه څو داسې طبیعي پېښو کې یو بل ته رسېدنه وکړي او د ملت پر وړاندې دې خپل مسوولیت ادا کړي.

د یاد ښارګوټي چارې دوه‌نیمې میاشتې مخکې د اسلامي چارو یوه فعال او دیني عالم عبدالصمد قاضي زاده په مالي ملاتړ پیل شوې وې او اوس له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

قاضي زاده د یاد ښارګوټي په پرانیست‌غونډه کې وویل، د دغو کورونو جوړولو چارې یې د خلکو په مرسته په اساسي ډول بشپړې کړې او نن زلزله‌ځپلو ته وسپارل شول.

هغه زیاته کړه چې دغه کورونه هر یو دوه خونې، یو دلېز، یو پخلنځی او یو حمام لري او دغه راز یو جومات او د اوبو یوه ذخیره هم ورته جوړ شوي چې په ټوله کې ۳۰ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د دغه ولایت خلکو او مسوولینو د اقراء په نوم د دغه ښارګوټي جوړېدو هرکلی کړی دی.

د هرات د ګذرګاه جامع جومات خطیب شیخ فضل‌الرحمن انصاري وویل، خلک دې هڅه وکړي څو خپلې مرستې داسې رښتینو خلکو ته وسپاري څو د اقراء ښارګوټي په څېر زلزله‌ځپلو ته نور کورونه جوړ کړي.

بلخوا، د یاد ښارګوټي پرانیستې مراسمو کې د سیمې یوه اوسېدونکي مفتي غلام سرور له ځایي مسوولینو او خلکو مننه وکړه، ویې ویل چې اسلامي امارت وکولای شول په هېواد کې د زلزلې بحران مدیریت کړي، د کورونو جوړولو د کیفیت څارنه او د کېدونکو مرستو په اړه مسوولانه اقدام وکړي.

د کجکال کلي زلزله‌ځپلي د کورونو پر وسپارلو خوښي څرګندوي او وایي چې دوی د زنده‌جان لومړني زلزله ځپلې دي چې معیاري کورونه ورته جوړ شوي دي.

دا په داسې حال کې چې د هېواد د یوه پېژندل شوي سندرغاړي له خوا د خلکو په مرسته د زنده‌جان زلزله‌ځپلو ته د جوړو شوو بېړنیو سرپناوو پر بڼې سختې نیوکې وکړې.

خو د یادې پروژې د تطبیق مسوول شکیب شهابي وایي چې دا بېړني کورونه په معیاري ډول د ۷۰ زره ډالرو په لګښت جوړ شوي او د زلزلې پر وړاندې ډېر مقاومت لري.

نوموړی زیاتوي، دغه کورونه هغو کورنیو ته جوړ شوي په موقتي ډول یې سرپناه ته جدي اړتیا درلوده.

هغه وايي چې د دې ډول کورونو جوړولو غوښتنه لومړیو کې خپله د سیمې د اوسېدونکو له خوا شوې وه څو د نورو کورونو تر جوړېدو له دغو موقتي سرپناوو استفاده وکړي.

د یادونې ده، شاوخوا درې میاشتې مخکې په هرات کې د زلزلې له امله څه باندې دوه زره کسان مړه، درې زره ټپیان شول او دغه راز زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل.

Views: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.