منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۰ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

بيارغونه

۴،۷۰۸ راپورونه

راپورونه

غړي

د علي‌اباد په روغتون کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي مرکز جوړولو چارې بېرته پیل شوې

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د کابل طبي علومو پوهنتون د علي‌اباد په تدریسي روغتون کې د ۴۳۹ میلیون افغانیو په لګښت د سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنې د ۲۵۰ بستریز ملي مرکز جوړولو چارې بېرته پیل شوې.

غړي

غور کې د خلکو له لوري یو جامع جومات جوړ شو

د غور ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت چارسدې ولسوالي کې د خلکو له خوا د څه باندې درې میلیون افغانیو په لګښت یو جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

غړي

یو شمېر مسافر او موټرچلوونکي: د اروزګان – کندهار لویې لارې د جوړېدو چارې دې چټکې شي

د اروزګان - کندهار ترمنځ پر لویه لار یو شمېر تلونکي مسافر او موټرچلوونکي وایي چې د دې لارې د یوې برخې رغنیزې چارې دې ګړندۍ شي خو سیمه‌ییز مسوولین ډاډ ورکوي چې ژر به دغه چارې بشپړې شي.

د بغلان یو شمېر اوسېدونکي: حکومت دې د کوشاني دورې د اطلاعاتو مرکز (چم‌کلا) بېرته ورغوي

د بغلان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د کوشاني دورې د اطلاعاتو مرکز (چم‌کلا) د پخوانیو شاهانو د مېلمستیا او دودیزو میلو ځای و، خو اوس پر یوې خاورینه غونډۍ بدله شوې او بیارغولو ته جدي اړتیا لري.

غړي

مسوولین: د ځمکې لاندې اوبو ډېرېدو لپاره د بدخشان په ځینو ولسوالیو کې چک‌ډیمونه جوړیږي

بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا او د سېلابونو د تخریباتو مخنیوي لپاره ‎د دغه ولایت د جرم ولسوالۍ په هندوشهر سیمه کې د یوه چک‌ډیم جوړولو چارې پیل شوې.

نور راپورونه