د میدانوردګو جغتو ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
د میدانوردګو په جغتو ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له لوري د ۵۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د میدانوردګو په جغتو ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له لوري د ۵۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هلمند د ګرمسېر، خانشین، بهرامچې او دېشو ولسوالیو یو شمېر خلک وايي چې د لارو خرابوالي له امله د دغه ولایت مرکز لښګرګاه ته په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ وي او له حکومته غواړي چې یادې لارې جوړې کړي.
په غزني ولایت کې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د ۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو لویو بندونو د بیارغولو ترڅنګ ۱۹ نوي چکډیمونه جوړېږي.
د سرپل ځایي مسوولینو د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د اووه میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د دوو ټولګټو پروژو د چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د کونړ وټهپور ولسوالۍ د هوز سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت د ۲۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې بشپړې کړې.
په کابل کې د چاپان سفیر د افغانستان د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هڅه کوي چې د «ناکامورا پروژې» د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
بدخشان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت یاوان ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه او ټاکل شوې چې په درېیو پوړونو کې په اساسي ډول جوړه شي.
مسوولین وايي چې د پامیر - اشکاشم سړک پراخولو او هوارولو چارې د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې پیل شوې.
د غزني اندړو ولسوالۍ کې د یوې ترکي خیریه موسسې له خوا د یتیمانو لپاره د دیني او عصري زدهکړو په موخه د ۱۸۰ زره امریکايي ډالرو په لکښت یو دارالایتام جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د نه ګُنبد (حج پیاده) تاریخي جومات پر ویجاړېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومته یې د بیارغولو غوښتنه کوي.
د کابل پر وزیر اکبر خان غونډۍ د ترکیې په مالي لګښت جوړ شوی جومات پرانیستل شو.
بلخ ولایت کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د نباتي غوړیو تصفیې او پروسس د یوې فابریکې جوړېدو چارې پیل شوې.
د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال سازمان په ملاتړ د ۱۸ میلیون ۱۵۵ زره افغانيو په لګښت یو شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د سالنګ تونل دبیارغونې له چارو څخه د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به یې چارې بشپړې او د ترافیکو پر وړاندې پرانیستل شي.
سیمهییز مسوولین وايي چې د هرات په لسمه او څوارلسمه ناحیو کې د «پایین اب» له سیمې تر «ګنج سابقه» پورې د سنګي کانال جوړېدو چارې پیل شوې.
لوګر کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د خروار ولسوالۍ د اوبو بند بیارغولو لپاره سروې بشپړه شوې او چارې به یې د سل میلیون افغانیو په لګښت په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
د میدان وردګو ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د پاملرنې موسسې له لوري د ۱۶۰ زره امریکایيډالرو په ارزښت د بیارغونې د شلو پروژو چارې پیل شوې.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا د ۲۷۸ زره ۹۶۹ امریکايي ډالرو په لګښت د یوه روغتون ودانۍ جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د فراه سیمهییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د بخشاباد بند دویم تونل چې ۵۵۶ متره اوږدوالی او تر نهه متره سور لري، سوری او وصل شو.
پکتیا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې نن د ترکيې «نداءالخیر» ټولنې په مالي ملاتړ د څه باندې ۱۰۰زره ډالرو په لګښت د یوه روغتون ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان په مرکز مهترلام او قرغیو ولسواليو کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د څو شبکو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف نهمې ناحیې کارته نوشاد سیمه کې د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت د څه کم یو کیلومتر سړک د کانکرېټولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدماتو دفتر د ۲۴ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه سړک پخولو چارې پیل شوې.
د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ مرکز کې د نږدې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د څه باندې یونیم کیلومتر سړک کانکرېټولو چارې پیل شوې.