د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور مرستیال د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، نړۍوال کلتوري سازمانونه او هېوادونه دې د افغانستان فرهنګي ارزښتونو خوندیتوب کې همکاري وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، له کتابپلورنځیو له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې شاوخوا ۴۰۰ عنوانه کتابونه راټول شوي او د دې په بدل کې به کتابپلورونکو او خپرندويو ټولنو ته قرانکريم، تفاسير او نور کتابونه ورکړل شي.