«که بېبېسي غواړي افغانستان کې کار وکړي، داسې څه دې نه خپروي چې د افغانانو ترمنځ د نفاق سبب ګرځي»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د بيبيسي له یوې مشرې سره لیدنه کې ویلي که دغه رسنۍ غواړي افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، نو د هغو خبرونو او شایعاتو له خپرولو دې ډډه وکړي چې د افغانانو ترمنځ د نفاق او تعصب سبب ګرځي.

























