منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

دین او کلتور

۳،۰۴۴ راپورونه

راپورونه

غړي

«د عینک مسو کان د استخراج پروژه د تاریخي اثارو د خوندیتوب په پام کې نیولو سره پیلېږي»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې د عینک مسو کان د قراردادی شرکت نوي مشر د دغه وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره په لیدنه کې ویلي چې د عینک مسو کان د کیندنې پروژه د تاریخي اثارو د خوندیتوب په پام کې نیولو سره پیلېږي.

غړي

پاکستان کې افغان خبریالان: له بېلابېلو ستونزو سره مخ یو

پاکستان کې ځینې افغان خبریالان وايي چې په دغه هېواد کې د ویزې نه تمدیدو، روغتیايي او تحصیلي خدماتو ته نه لاسرسي، وخت ناوخت د پولیسو له لوري ځورولو او د غوښتنلیکونو پر وخت نه څېړل کېدو له امله له سختو ذهني او رواني ستونزو سره مخ شوي دي.

غړي

ضعیف: د اسلامي نړۍ بې‌وسۍ ته په کتو د عصري ټکنالوجۍ علم د فرض عین په حد کې دی

په اسلام‌اباد کې د ا.ا پخوانی سفیر د «اسلامي نړۍ بې‌وسۍ ته په کتو» د عصري ټکنالوجۍ علم د فرض عین په حالت کې بولي، وایي دا د اسلامي نړۍ د واکمنانو فرض او مسؤولیت دی چې د اسلامي واکمنۍ له اراضي د دنیا په اسبابو دفاع وکړي او دا اسباب بې‌علمه نه مهیا کېږي.

نور راپورونه