ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صمیم: اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د لوګر ټولو ملکي او نظامي ادارو ته ویاندویان ټاکل شوي

صمیم: اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د لوګر ټولو ملکي او نظامي ادارو ته ویاندویان ټاکل شوي

author avatar
16 Mar 2024 - 18:45
صمیم: اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د لوګر ټولو ملکي او نظامي ادارو ته ویاندویان ټاکل شوي
author avatar
16 Mar 2024 - 18:45

پل علم (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۲): د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې رسنیو او خبریالانو ته د اطلاعاتو ورکولو په موخه د دغه ولایت ټولو ملکي او نظامي ادارو ته ویاندویان ټاکل شوي دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع‌الله صمیم یوې خبري غونډې ته وویل چې د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنیو لاسرسی اسانه شوی او خبریالان کولای شي چې له ټولو ملکي او نظامي ادارو پر خپل وخت معلومات ترلاسه کړي.
صمیم زیاته کړه، ولایتي ادارې معلوماتو ته د ښه لاسرسي لپاره ملکي او نظامي ادارو ته ویاندویان ټاکلي دي چې ورسره د پخوا په پرتله د خبریالانو او رسنیو ستونزې کمې شوې دي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي چې د ولایت په کچه د ملي او محلي رسنیو خبریالانو او دولتي ویاندویانو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه هم جوړ کړي.
بل لورته په لوګر کې یوه خبریال سردار ولي بهیج پژواک ته وویل، د پخوا په پرتله معلوماتو ته لاس رسی اسانه شوی دی.
خو دی وايي، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته پکار ده چې د خپلو ملکي او نظامي ادارو ویاندویان داسې وروزي څو اسانۍ سره خبریالانو ته معلومات ورکړي.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.