جلالاباد (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار حکومتي مسوولین وايي، شپږ روسي او هالنډي سيلانيان د تورخم دروازې له لارې د افغانستان ليدلو په موخه دغه ولایت ته راغلل.

د ننګرهار د تورخم ښارګوټي کميسار ملا عبدالجبار حکمت وايي، د روسيې او هالنډ هېوادونو شپږ سيلانيان د تورخم له لارې هېواد ته د چکر په موخه راغلي دي.

هغه زياتوي، يادو کسانو ته په تورخم کې د ښه راغلاست تر څنګ هغوی ته د امنيت او خونديتوب ډاډ هم ورکړل شو او یادونه ورته وشوه چې له کوم ډار پرته د افغانستان ۳۴ ولايتونو ته سفر کولای شي.

د کميسار په خبره، هر بهرنی وګړی چې افغانستان ته د ګرځندوی/سياحت په موخه راځي، اسلامي امارت ورته د اسانتياوو برابرولو ترڅنګ د امنيت ډاډ هم ورکوي.

د یادونې ده، تېره ورځ یو شمېر بهرني سیلانیان هرات ولایت ته هم ورغلي وو څو د دغه ولایت له تاریخي او لرغونو سیمو لیدنه وکړي.