ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روژې معنوي او روغتیايي لاسته‌راوړنو ساتنې لپاره باید څه وکړو؟

د روژې معنوي او روغتیايي لاسته‌راوړنو ساتنې لپاره باید څه وکړو؟

author avatar
10 Apr 2024 - 11:36
د روژې معنوي او روغتیايي لاسته‌راوړنو ساتنې لپاره باید څه وکړو؟
author avatar
10 Apr 2024 - 11:36

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۳): کارپوهان ټینګار کوي چې باید وروسته له روژې هم د روزې فضایل لکه د تقوا رامنځته کول، غوره اخلاق او له اړمنو سره مرستې دوام ولري او عادي خوراک ته راستنېدل بايد په تدريجي او احتیاطي توګه ترسره شي.

د روژې مبارکه میاشت مسلمانانو ته د پرهیزګارۍ، تقوا او د نفس تذکیې لپاره غوره فرصت برابروي او روژه‌لرونکي له خوراک او ناسمو خبرو څخه د ډډه کولو سربېره خپل ژوند کې د خپلې ارادې او تقوا ډېرولو لپاره منظم پروګرام تطبیقوي.

د کابل د وزیر محمداکبر خان روغتون د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سید فریدشاه رفیعي پژواک ته وویل: «ډېری هغه عادتونه چې د روژې میاشتې په اوږدو کې یې ترسره کوو، تر ډېره مو عادت ګرځي، له روغتیايي اړخه ډېر اړین او ګټور دي، باید هڅه وکړو چې پر دې عادت پابند پاتې شوو؛ لکه د شپې په لومړیو کې د خوړو خوړل یو غوره عادت دی او وروسته له روژې یې هم عادت وګرځوو.»

هغه د ماښام په لومړي سر کې د خوړو خوړل د هضم برخه کې ګټور ګڼي او وايي، په ډکه معده خوب کول د معدې روغتیایي ستونزو، د معدې زخم، د خوب او اعصابو نارامۍ او د وزن ډېرېدو لامل کېږي.

هغه زیاته کړه: «له یوې میاشتې روژې وروسته بدن اړتیا لري چې خپله د اړتیا وړ انرژي تر یوه حده ترلاسه کړي، انسان بېرته خپل عادي ژوند او د خوړو عادي رژیم ته وګرځي خو دا ستنېدل باید په تدریجي توګه وي او احتیاط سره ترسره شي څو پر معدې ډېر فشار رانه شي.»

هغه وویل، له روژې وروسته په یوځلي توګه ډېر خوراک کول د بدن په مختلفو برخو کې د شحمو ذخیره کېدو ترڅنګ د وزن ډېرېدو، د وینې فشار لوړېدو، شکر، د زړه او نورو ناروغیو لامل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، مسلمانان په روژه کې په ټاکلي وخت له ډوډۍ خوړلو سره عادت کېږي او که له دې میاشتې وروسته په یوځلي توګه ډېر خوراک وکړي، نو د مسمومتیا لامل کېږي.

هغه خلکو ته په خطاب کې وویل: «له روژې میاشتې وروسته دغه عادتونه مراعات کړئ او د امکان تر حده په اونۍ کې یوه یا دوې ورځې روژه ونیسئ.»

هغه زیاته کړه: «ډېری خلک په روژه کې نشه‌یي توکي پرېږدي، خو له دې میاشتې وروسته بیا ورته مخه کوي، روژه د نشه‌يي توکو پرېښودو لپاره د تمرین میاشت ده.»

هغه وویل چې د اختر په ورځو کې زیات کسان د ډېر خوراک له امله روغتونونو ته مراجعه کوي؛ ځکه چې سره کړي او غوړ خواړه خوري او ګاز لرونکې نوشابې څښي.

نوموړي سپارښتنه وکړه، هڅه دې وشي چې له روژې وروسته سپک او ژر هضمېدونکي خواړه، لبنیات، مېوه او سبزیجات وخوړل شي او د غوړو خوړو او خوږو له زیات خوړلو دې ډډه وشي.

دیني عالم: په ۱۱ نورو میاشتو کې دې هم د روژې لاسته‌راوړنې عملي شي

یوه دیني عالم مفتي شمس‌الرحمن فروتن د تقوا پیاوړي کول، نېک اخلاق، د بېوزلو په حالت ځان خبرول او ورسره مرسته او د شپې عبادات د روژې له برکتونو بلل کېږي چې دغه لاسته‌راوړنې باید له روژې وروسته هم وساتل شي.

هغه پژواک ته وویل: «د روژې مبارکې میاشتې لاسته راوړنې ډېرې دي؛ د دې میاشتې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه په ځان کې د تقوا پیدا کول دي؛ ځکه الله تعالی فرمایي: تاسو روژه ونیسئ څو تقوادار شئ. بله لاسته راوړنه د ګناهونو بښل کېدل دي او له روژې وروسته هم باید هڅه وشي څو ګناه ته نږدې نه شو.»

هغه زیاته کړه: «دغه راز د روژې میاشتې بله لاسته راوړنه روغتیا او د نیکو اخلاقو خپلول دي؛ ځکه د روژې یوه فلسفه دا ده چې انسان بااخلاقه شي.»

نوموړي زیاته کړه: «یوازینی څه چې کولای شي له روژې وروسته موږ سره مرسته وکړي چې د دې میاشتې لاسته راوړنې وساتو، قوي اراده ده، قاطع او جدي پریکړه ده چې د روژې له مبارکې میاشتې وروسته هم د دې میاشتې لاسته راوړنې وساتو؛ ځکه د روژې میاشت د مشق او تمرین میاشت وه، موږ په دې یوه میاشت کې زده کړل او تمرین مو وکړ، څو په ۱۱ نورو میاشتو کې هم کار ترې واخلو، د رمضان میاشتې روژه، انفاق، اخلاق، تلاوت، شپې په عبادت تېرول دا ټول په دې میاشت کې تمریني او مشقي دي د یوه علم په توګه چې موږ ترلاسه کړی، باید په ۱۱ نورو میاشتو کې د خپلو لاسته راوړنو څخه کار واخلو.»

هغه په پای کې وویل، د روژې مبارکې میاشتې په اړه باید فکر وکړو چې څه ګټې لري، همدغه فکر مسلمان دې ته هڅوي چې له روژې وروسته هم همدا لاسته راوړنې وساتي او د کال تر پایه متقي، پرهیزګاره و نیک اخلاقه پاتي شي.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.