استخبارات: د داعش ډلې د بهرنیو اړیکو مسوول نیول شوی
د استخباراتو ریاست وایي، ځواکونو یې د داعش ډلې د بهرنیو اړیکو مسوول نیولی دی.
د استخباراتو ریاست وایي، ځواکونو یې د داعش ډلې د بهرنیو اړیکو مسوول نیولی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) یو ټیم، له بشري حقونو د سرغړونو په اړه د اندېښنو او ادعاوو څېړلو په موخه پنجشېر ولایت ته تللی دی.
د بغلان د استخباراتو ریاست وايي، د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې يې د عملیاتو پرمهال یوه اندازه وسلې او لسګونه کیلوګرامه نشهیي توکي ترلاسه کړي دي.
د زابل امنیتي چارواکي وايي چې په شاه جوۍ ولسوالۍ کې یې یو کس له دریو بازانو سره یو ځای نیولی چې ایران ته یې قاچاق کول.
چارواکي وايي، په ننګرهار کې د داعش ډلې ۵۹ کسان چې د دغه ولايت په بېلابېلو سیمو کې یې وسلهوال فعاليتونه کول، د ديني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړتوب د استخباراتو رياست ته تسليم شول.
د مالیې وزارت وایي، د ګمرکونو د ساتنې تنفیذي قطعې ځواکونو په تورخم کې ۲۸ بورۍ د ښځو د سر وېښتان کشف او ترلاسه کړي دي.
د سرپل ولايت د امنيې قوماندانۍ مسوولین د دغه ولايت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې، د سل کيلوګرامه نشهيي توکو د ترلاسه کېدو او په دې تړاو د دوو کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کارېزک سیمه کې یوه پلار له خپلو درېیو زامنو سرونه پرې کړي او وژلي دي.
د حکومت وسلهوال مخالفین ادعا کوي چې د بدخشان شکي ولسوالي یې په خپله ولکه کې راوستې او ولسوال یې نیولی دی؛ خو د کورنیو چارو وزارت وايي: «موږ دغه بیبنسټه او دروغجنې اوازې ردوو او مطلق درواغ دي.»
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په دهن نل سیمه کې چاودنه شوې، خو مرګژوبله نه لري.
د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد د استیناف محکمې (هايکورټ) مشر قاضي د یوې قضیې پر مهال ویلي: «دا اسلام اباد دی، توره بوړه نه ده.»
یوناما په داسې حال کې چې وايي د کابل په دشت برچي کې د «کاج» پر ښوونیز مرکز بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر ۵۳ او د ټپيانو ۱۱۰ تنو ته رسېدلی چې حکومت تردې مخکې د وژل شويو کسانو شمېر ۲۵ او د ټپيانو ۳۱ تنه اعلان کړی و.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار په مربوطاتو کې یوه کس خپل تره او د تره ښځه وژلي دي.
په مزار کې یو شمېر ښځې وايي، امنیتي کسانو د کابل وروستي برید غندنې په موخه د دوی د لاریون مخنیوی کړی خو امنیتي چارواکو ویلي چې لاریون کوونکو له دوی سره همغږي نه وه کړې نو د امنیت خوندیتوب په موخه یې په ښار کې د تګ راتګ اجازه ور نه کړه.
د کندوز چارواکي په دغه ولایت کې پولیسو ته د یونیفورم د وېش لړۍ له پیلېدو خبر ورکوي.
په هرات کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت د پولیسو له خوا په ترسره شوو عملیاتو کې د وسلو او نظامي تجهیزاتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.
چارواکي وايي، له کابل او یو شمېر ولایتونو وروسته په غزني کې هم پر پولیسو د یونیفورم د وېش لړۍ پيل شوې چې په لومړي ګام کې به دوه زره پولیس پر یونیفورم سمبال شي.
هلمند کې مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت امنیتي ځواکونو دوه کسان چې غوښتل يې پاکستان ته اوسپنه قاچاق کړي، نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې یې درې کسان نیولي چې یوه کس ته یې د ۱۸۰۰ ډالرو په بدل او د هغه په غیاب کې برېښنایي تذکره جوړوله.
چارواکي وایي، د پکتیکا ولایت په خيرکوټ ولسوالۍ کې د يوې ښځې مړی موندل شوی چې په ډزو وژل شوې ده.
په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قولاردو مطبوعاتي مسوولین وایي، د دغې قولاردو اړوند د درېیمې عبیده لوا سرتېرو د ښورابک ولسوالۍ په رود سیمه کې هغه ۱۸ کسان نیولي چې له پاکستان څخه یې افغانستان ته په ناقانونه توګه موټرسایکلونه انتقالول.
د کابل امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، د کابل له بېلابېلو سیمو څخه يې د عملیاتو پرمهال د نشهيي توکو د کاروبار په تور ۱۲ کسان نيولي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې د «کاج» په نامه ښوونیز مرکز کې د ځانمرګي بريد له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي، خو يوناما وايي د دوی شمېرې ښيي چې په یاد بريد کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپيان دي.