په فاریاب کې یو قومي مشر وژل شوی
په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولایت د لولاش ولسوالۍ په لاشي کلي کې یو قومي مشر وژلی دی.
په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولایت د لولاش ولسوالۍ په لاشي کلي کې یو قومي مشر وژلی دی.
په کابل ښار کې یوه کورنۍ وایي چې د دغه ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند سیمې د تلاشۍ په یوه چک پاینټ کې یې پر موټر ډزې شوې او یوه پېغله لور یې په کې وژل شوې ده.
د افغانستان د تکواندو ملي فدارسیون مشر نجیب الله سکندر د تښتوونکو له بنده ژغورل شوی او اته کسان یې د تښتونې په تړاو نیول شوي دي.
فراه( پژواک، ۲۴ مرغومی۱۴۰۰): امنیتي ځواکونو په فراه ولایت کې د تلاشۍ پرمهال یو کاناډایي وګړی نیولی دی. په فراه کې یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم یاد شي پژواک اژانس ته وویل: ((…
د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند په «پروان سه» سيمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې او مرګ ژوبله نه لري. پروان سه ته د…
د افغانستان د تکواندو مشر او د جمهوریت روغتون ډاکټر نجیب الله سکندر له دوو ورځو راهيسې په کابل ښار کې نادرکه شوی دی.
کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار په پنځلسمه حوزه کې د موټرو د غلو نهه کسیزه ډله نیول شوې او لس غلا شوي موټر هم ترې ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لوري په تېره يوه اوونۍ کې د قتل، نشه يي توکو د پلور او غلا په تور ۱۵ کسان نيول شوي دي.
د ننګرهار ترافيک وايي چې له تېرو اووه مياشتو راهیسې ورته مياشتنی معاش نه دی ورکړل شوی چې له امله يې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند په بنایي سیمه کې چاودنې دوه امنیتي کسان برسېرن ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر له امنیتي ځواکونو غوښتي چې له بندیانو سره دې د شرعي قوانینو په رڼاکې چلند وکړي او په هیڅ صورت کې یې دې تر ټاکلې مودې زیات وخت په حوزه کې تر توقیف لاندې نه ساتي.
د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د يوې سرګلولې د چاودنې له امله دوه ښځې وژل شوي او يوه بله ټپي شوې ده.
د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ناپېژاندو وسله والو کسانو د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او يو بل يې ټپي کړی دی.
د ملي دفاع وزارت مرستيال د يوې اسلامي اردو د رامنځته کولو د ټينګار ترڅنګ وايي چې امنيتي مسوولين بايد له خلکو سره نيک چلند وکړي.
د افغانستان حکومت هغه راپورونه بې بنسټه بولي چې ګواکې د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند محمد خراساني په افغانستان کې وژل شوی دی.
د بغلان اوسېدونکي وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د دغه ولایت د دنډ غوري او مرکزي بغلان ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې د شپې له خوا د غلاوو پېښې ډېرې شوې دي.
امنيتي مسوولين وايي چې د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالي کې يوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، امنیتي ساتونکو د کندهار د صرافۍ مارکېټ په ساحه کې هغه غله نیولي چې د صرافانو او نورو کسانو له موټرو یې په ډېر مهارت پيسې غلا کولې.…
د پژواک خبري اژانس مخکنی مسوول مدیر خواجه خلیل احمد فطري پرون مازدیګر په بلخ ولایت کې له بنده ازاد شو. خواجه خلیل احمد فطري د روان کال د لېندۍ په ۲۲مه په مزارشریف کې…
د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ کې د يو ښوونځي مخې ته پر زده کوونکو چاودنه شوې چې له امله يې د اووه زده کوونکو په ګډون اته کسان وژل شوي او درې نور زده کوونکي ټپيان شوي دي.
حکومتي سرچینې وایي، تېره شپه د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند په خوشحال خان سیمه کې څو انسان تښتوونکي له پښو غورځول شوي دي.
يو شمېر ملي او نړيوالو بنسټونو، سياسیونو او خلکو د حکومت له لوري د فيض الله جلال نيول کېدل د بيان پر ازادۍ محدوديت بللی او د هغه د ازادېدو غوښتنه يې کړې ده.
په ختيځ کې د لومړۍ سرحدي لوا له لوري تازه روزل شوي سرحدي سرتېري په ننګرهار او کونړ کې د ډيورنډ پر کرښه نوو جوړېدونکو لسګونو پوستو کې ځای پرځای کېږي.
د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ کې د «اسلامي امارت» د دوو ډلمشرانو ترمنځ وسله واله نښته کې د یوه سرګروپ په ګډون دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.