ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د داعش ډلې ۷۰ کسان تسليم شوي

ننګرهار کې د داعش ډلې ۷۰ کسان تسليم شوي

author avatar
20 Jan 2022 - 16:17
ننګرهار کې د داعش ډلې ۷۰ کسان تسليم شوي
author avatar
20 Jan 2022 - 16:17

جلال اباد (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار د استخباراتو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولايت کې د داعش ډلې ٧٠ غړي ورته تسليم شوي دي.

د دې موضوع په اړه د ننګرهار د استخباراتو رييس ډاکټر بشیر وويل چې د يو شمېر ماشومانو په ګډون دا ځل د داعش ٧٠ غړي دوى ته تسليم شوي دي.

هغه زياته کړه چې دغه کسان د قومي مشرانو په منځګړتوب تسليم شوي او د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر اساس ورته بښنه شوې ده.

قومي مشران وايي، دوی منځګړيتوب کړی، خو پرېکړه يې کړې که له تسلیمۍ وروسته کوم کس بیا د داعش جنګیالیو لیکو ته ورشي، کور به يې سوځول کېږي او له خپلو سيمو به شړل کېږي.

د مومندرې ولسوالۍ قومي مشر عبدالله جان وايي، دا منځګړتوب يې ځکه کړی چې نور په هېواد کې د جګړو ټغر ټول شي او يو سالم نظام رامنځته شي.

د نيول شوو کسانو له ډلې عصمت الله وايي، په داعش ډله کې د کورنیو داعشیانو ترڅنګ پاکستاني، ازبکي، روسي او د يو شمېر نورو هېوادونو اتباع هم موجود دي.

دغه راز يو بل کس سيف الرحمن وايي، د داعش د يو شمېر خرابو او غیر اسلامي کړنو له لیدو وروسته يې پرېکړه وکړه چې له دې ډلې لار جلا او له اسلامي امارت سره یوځای شي.

يادونې ده، له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې ګڼ شمېر داعش جنګیالو له وسله وال فعاليته لاس اخيستى او له اسلامي امارت سره يوځاى شوي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.