د کابل امنیې قوماندانۍ د ۶ ښځو په ګډون ۹ کسان د موټرو د غلا په تور نیولي
د کابل امنیې قوماندانۍ د موټرچلوونکو د فرېب او د هغو د موټرو د غلا په تور د ۶ ښځو او ۴ نارینهوو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د کابل امنیې قوماندانۍ د موټرچلوونکو د فرېب او د هغو د موټرو د غلا په تور د ۶ ښځو او ۴ نارینهوو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د بادغیس امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د نشهيي توکو یوه کارخونه له منځه یوړل شوه.
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال وایي، بېسرپرستې ښځې چې د خپل حبس موده یې پوره کړې وي، له خوشې کېدو وروسته به په یوه خوندي ځای کې چې د دې ادارې او کار او ټولنیزو چارو وزارت په همغږۍ جوړ شوی، ساتل کېږي.
د پژواک د راپورونو له مخې، په هېواد کې د تېرو ۱۲ میاشتو په اوږدو کې ۱۰۹ کسانو ځانونه وژلي چې د نږدې نیمو وژنو لامل کورنی تاوتریخوالی او رواني ستونزې او د شپږو پېښو نور دلایل ښودل شوي، خو د ۵۰ کسانو د ځانوژنې لاملونه نه دي په ګوته شوي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په نازيانو ولسوالۍ کې يوه وسلهوال پر درېيو ملکي کسانو ډزې کړې چې يو سړی یې وژلی او دوه ښځې یې ټپي کړې دي.
د غزني امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د ناپېژنده کسانو له خوا یو کس په ډزو وژل شوی دی.
دایکنډي کې ولسي سرچینې وايي چې یوه پنځلس کلن ځوان د دغه ولایت په سنګتخت او دربند ولسوالۍ کې ځانوژنه کړې ده.
د خوست امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې انسانتښتوونکو يو دوه کلن ماشوم وژلی دى.
د نورستان مسوولین او د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په شام دره کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
افغانستان کې تېر کال د ناچاودو توکو د ۲۵۲ چاودنو له امله ۴۹۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او اوس هم د هېواد په کچه په داسې حال کې پر ۱۱۹۹ کیلومتره مربع ځمکه د ماینونو ګواښونه شته چې تېر کال نږدې ۳۵زره ماینونه او ناچاودي توکي له منځه وړل شوي دي.
غزني کې سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت ګېلان، آببند، ناوه، مقر، مالستان او اجرستان ولسوالیو کې پر سلګونه جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار او چرس له منځه وړل شوي دي.
د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند د پلویانو پر غونډه چاودنه کې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، نن تر غرمې وروسته د خيبر پښتونخوا په باجوړ سيمه کې د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند په يوې غونډه کې چاودنه شوې ده. که څه هم…
د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ وایي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د مرکز پلعلم په ګډون په ازرې، خروار، څرخ، محمداغه، برهکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د نشهیې توکو د قاچاق او کرکېلې مخنیوي په موخه ۴۵۰ عملياته ترسره شوي دي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو یو کس وژلی دی.
غزني کې تېره ورځ د عاشورا مراسمو پر مهال دوه کسان وژل شوي خو ځايي حکومتي مسوولین وايي چې د دې پېښې څېړلو لپاره یې ګډ پلاوی ټاکلی څو عاملین یې معلوم او د…
ننګرهار کې مسوولین وايي چې د تورخم ګمرک مسوولينو له درېيو کسانو۵۰۰ پاڼې جعلي ګمرکي اسناد او درې مهرونه کشف او ترلاسه شوي.
د پروان په جبلالسراج ولسوالۍ د ځمکې پر سر شخړه کې يو کس وژل شوى او د يوه امنيتي کس په ګډون درې کسان ټپيان شوي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز چاريکار ښار درېیمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د درېيو ښځو په ګډون نهه کسان د اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستانیو ځواکونو لخوا د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ توغندویي بریدونه په کلکه غندلي دي. د هغه د دفتر لخوا د زمري په ۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې…
سرپل کې امنیتي مسوولین وایي چې تېره شپه یو کس د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی. د سرپل سانچارک ولسوالۍ د امنیې قوماندانې د پېښو څېړنې…
د بادغیس امنیې قوماندانۍ دوو پېښو کې د دوو ځوانو ښځو وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یو کس د یوې ښځې د قتل په تور نیول شوی دی.